پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدرید میرمنو او نارینه وو وړتیاوې/ ډاکټر سباوون

د میرمنو او نارینه وو وړتیاوې/ ډاکټر سباوون

کله چې د میرمنو او نارینه وو د توپیر او یا هم  مساواتو خبره کیږي سمدستي انسان ته د دواړو  لورو فزیکي جوړښت مخې ته دریږي او ډیری میرمنې د همدغو توپیرونو په رڼا کې له نارینه وو سره ځان پرتله کوي، او فکر کوي چې دوي تر نارینه وو کمزوري دي ، له ډیرې مودې راهیسې په ټوله نړۍ کې د نارینه او میرمنو د مساوات بحث  روان دی او کله ېې هم نتیجه نه ده ورکړې، خوله دې ټولو سره سره نن سبا په ټوله نړۍ کې دا خبره منل شوې چې د ژوند شرایط، کلتور او رواجونه او ټولنیز فشارونه او محدودیتونه د دې سبب کیږي چې ښځې ځان تر نارینه وو کمزورې احساس کړي  که یوازې په مازغو کې د ښځو او نارینه وو توپیرونه وسپړو دې نتیجې ته رسیداي شو چې دواړه لوري په مختلفو برخو کې استعدادونه و کمزوریانې لري.

له جسمي پلوه نن سبا زور او فزیکي توان لږ ارزښت لري ځکه چې  د علم او ټینکالوجوۍ په پیر کې ماغزه او پوهه لومړۍ خبره کوي له دې امله غوره ده د ماغزو د جوړښت  اودغه راز له  رواني پلوه د نارینه وو او میرمنو توپیرونو ته توجه وکړو بیا په دې پوهیداي شو چې میرمنې په هیڅ ډول تر نارینه وو کمې نه دي او دا خبره مطلق ردولی شو چې ویل کیږي ښخې ناقص العقله دي.

له طبي پلوه د نارینه وو او میرمنو ماغزه  ډیره سره ورته دي ، که څه هم د نارینه وو مازغه تر میرمنو لس یا پنځلس سلنه زیات دي خو د میرمنو د بدن جوړښت او اندازې ته پام سره  د میرمنو مازغه د دوي لپاره کافي اندازه ده او په ځینو برخو کې  د عصبي حجرو پنډوالی به میرمنو کې زیات دی او له همدې امله په ځینو برخو کې میرمنې تر نارینه وو تکړه  هم دي.

د امریکا په کارولینا پوهنتون کې تر سره شوې څیړنه د دې ښودنه کوي که کله میرمنې کوم کار ترسره کوي  د مثال په توګه حتي که خپلې ګوتې هم ښوروي د عصبي رشتو فعالیت په ټولو مغزو کې ویشل کیږي،  په دې معني چې د مازغو لویه برخه د  ګروپونو د یوه چینل په شان روښانه کیږي ،خو کله چې یو نارینه کوم فعالیت کوي د عصبي رشتو یا نورونونه یوازې یوه برخه فعاله کیږي.

 د دې چارې طبي دلیل دا دی چې عصبي حجرې یا نیرونونه د  یوه فایبري پله په شان  د مازغو تر مرکزي برخې سره پیوند شوي دي او دغه فایبري پلونه  په میرمنو کې پنډ او غټ دی . دغه امتیاز د دې سبب کیږي چې د مازغو نیمه ښۍ خوا چې احساسي مسایل پکې خوندي دي له نیمې کیڼې  خوا سره چې  عقلاني برخه ګڼل کیږی ښه اړیکه ټینګه کړاي شي.

 په دې ډول ویلی شو چې د میرمنو مازغه دغه وړتیا ډیره لري د بدن له نورو برخو سره ښه اړیکه ټینګه کړي او په دې ډول میرمنو ته دا وړتیا ورکوي چې څو کارونه په یو وخت ترسره کړي ، له دې پرته چې په کارونو کې کوم خنډ پيدا شي ،په داسې حال کې چې نارینه دغه وړتیا نه لري. د مثال په توګه کله چې یو نارینه مطالعه کوي ژور تمرکز کولی او شاوخوا اوازونه  او فعالیتونه ممکن  کم احساس کړي خو یوه میرمن بیا له مطالعې سره سره شاوخوا مسایلو ته هم توجه کولی شي.

 د امریکا د شمالي کارولینا پوهنتون څیړاند مارک جورج په خپله یوه څیړنه کې موندلې ده چې نارینه او میرمنې د بیلابیلو احساساتو په تیره بیا د خپګان او غم په وړاندې یو شان غبرګون نه ښيي. د خپګان او غم په وړاندې د میرمنو احساس ډیر ژور وي. دغه مسله د دې سبب کیږي چې میرمنې دا وړتیا پیدا کړي چې د نورو په احساساتو په سمه او ژوره توګه پوهې شي، له همدې امله میرمنې ښې اوریدونکي دي  او سړی ښه درک  کولی شي.

 د پنسلوانیا د بوهنتون دو تنو څیړاندو رابین ګور او میرمن ېې راشیل ګور په یوه بله څیړنه کې څو تنه نارینه وو او میرمنو ته د بیلابیلو سینمايی لوبغاړو عکسونه وروښودل چې څیرو ېې  د غم ، خوشالۍ  او ویرې په شان بیلابیل حالتونه درلودل نارینه او میرمنې دواړه په څیرو د خوښۍ په حالت پوه شول خو نارینه د سینمايي هنرمندانو په څیرو کې د غم په موندولو کې له ستونزو سره مخامخ وو.

کله چې یوه میرمن او خاوند په یوه اوږده لاره سفر کوي میرمن تر میړه ډیرو شیانو ته متوجه کیږي البته نارینه د واټن په اندازه کولو کې تر میرمنو ډیره وړتیا لري.

 د توماس کروک په نامه یو ډاکټر په پنځوس زره نارینه او ښځو څیړنه کړې او موندلې ېې ده چې ښځې تر نارینه وو ښه حافظه لري او دغه چاره ددې سبب کیږي چې د خلکو له څیرو سره  د هغوي د نومونو  په تړاو ورکول کې  وړتیا ولري. له طبي پلوه د میرمنو د مازغو نیمايي ښۍ برخه ډیره فعاله وي« ښۍ خوا د احساساتو د سپړلو دنده لري» نو پخوانۍ پیښې چې له احساس سره تړاو ولري تر نارینه وو ښې په یاد ساتلی شي.

کله چې د مساواتو خبره کیږي نو ډیری کسان دا وايي مساوي حقوق مساوي مسولیتونه هم لري خو دې ته باید پام وکړو چې  د مساوي امکاناتو ویش او له خلکو د هغوي د جنسیت او وړتیا له مخې توقع او تمه درلودل هغه څه دې چې باید ورته پام وشي.

 هیڅ شی یو شان او مساوي نه دی حتي دوه نارینه هم یو شان نه شي کیداي انسانان د ارثي، جنسي، جټیکي، او نورو مسایلو له پلوه له یو بل سره توپیر لري خو په یوه متمدنه ټولنه کې باید ټولو ته مساوي امکانات او حقوق په نظر کې ونیول شي.

ټولنیز شرایط او مرد سالاره ټولنه ددې سبب شوې چې زموږ میرمنې ځان کمزوری احساس کړي حتي د نارینه او ښځې دغه ښکاره توپیرونه نن سبا په ډیرو هیوادونو کې کم شوي دي. د ټولنیزو چارو کارپوهان دې ننتیجې ته رسیدلي چې که نارینه هم له پخوا وختونو د میرمنو  په شان په غیر فعاله حالت کې ساتل شوي واي او بر عکس میرمنو د ښکار کولو او د  بهر  د کارونو دنده تر لاسه کړې واي ښايی حالت اوس بدل واي  او لږ تر لږه میرمنو به هم  د نارینه وو په شان ورته کارونه  او فعالیتونه کولی شول. البته د جنسیت له پلوه ځینې خصوصیات شته چې پر هغو سترګې نه شو پټولی.

په هر حال دا خبره سل په سلو کې سمه ده چې نارینه او میرمنې یوشان  نه دي او توپیرونه لري خو دا په دې معني هم  نه ده چې میرمنې تر نارینه وو کمې وړتیاوې لري او یا برعکس په ځینو برخو کې نارینه  هم تر ښځو ډیرې وړتیاوې لري. دواړه جنسیتونه په ټولنه کې خپل رول لري او دواړه  لوري د قوت او ضعف ټکي لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب