Homeروغتیاد سرطان سببونه/ ترتيب او ترجمه: منيب الرحمن رحماني

د سرطان سببونه/ ترتيب او ترجمه: منيب الرحمن رحماني

هرکال په نړۍ کې لس ميليونه خلک په سرطان اخته کېږي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د مرګونو په سلو کې پنځه ویشت  د سرطان له امله وي.
څنګه چې فکر کیږي چې سرطان اکثر د جنتيک او محيطي عواملو په نتيجه کې رامنځته کېږي برعکس نوي څیړنې د سرطان يو عامل د حجروی تقسيماتو د خطا په نتيجه کې وي، د خطاګانو ډيريښت  له عمر سره تړاو لري.
له ۳۱ مختلفو سرطانونو څخه يوازې ۹ د جنتيک او محيطي عواملو په سبب رامنځته کېږي.
د صحي ژوند په کولو سره کولي شو له هرو لس سرطانونو څخه د څلورو مخه ونيسو. د مثال په ډول د شرابو نه څښل، د سېګرېټو نه څکول، منځني وزن ساتل او له صحي تغذيې سره د سرطان خطر کمولي شو.
که محيطي عوامل په نظر کې ونيسو د سرطانونو له ۴۰ تر ۴۵ فيصده پورې زيات وزن او خرابی تغذيې، ۲۵ – ۳۰ فيصده پورې سېګرېټ، ۱۵ – ۲۰ فيصده پورې د نورو ناروغیو او پاتې نور: له حد نه زيات شراب، سترس، سپورت نه کول، د چاپېريال چټلتيا او د هوا په خرابوالي پوري تړلي دي.
 نامناسبه تغذيه ترټولو زيات له دغو سرطانونو سره تړاو لري؛  د لويو کلمو،  معدې، پروستات، پانکراس، صفرا ، او رحم سرطان.
سرطان په لاندې غړو کې پيدا کېږي:
مغز ۱ ٪
پوستکی ۱۰ ٪
تناسلي برخه نران ۲۰٪ ښځې ۸٪
سينه ۱۴٪
هاضمې سيستم ۲۵٪
تنفسي سيستم نران ۲٪ ښځې ۳٪
ځيګر او کيسه صفرا ۳٪
نور غړي ۸٪

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...