یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاشاک/ ډاکټر رحیم هلال

شاک/ ډاکټر رحیم هلال

د طبي کتابونو له نظره شاک يو فزیولوژيک لفظ دی، د هغه حالت لپاره استعمالیږي چې پکې انساجو ته په بشپړ ډول د وينې د رسېدو ناتوانۍ شتون ولري، په پایله کې يې د حیاتي غړو د دندو خرابوالی منځ ته راشې.

 په ټولیز ډول دا حالت (شاک) په لاندې څلور و ډولونو ویشل شوی چې هر ډول  يې ژوند ګواښونکی او ژر تر ژره اړوندي درملنې ته اړتیا لري.

داکتر رحیم هلال کابل

۱ـ Cordiogenic shock

۲ـ Hypovolumic shock

۳ـ Distrubtive shock

۴ـ Obstructive shock

اول : کارډيوجینیک شاک (Cordiogenic shock)

په دې ډول شاک کې زړه نشې کولای چې په بشپړ ډول سره وینه بدن ته  پمپ کړې يا هومره وينه چې په کار ده بدن ته يې ورسوي نه لري ، امکان لري د يو لاندې ناروغيو له عمله دا ناتواني منځ ته راغلې وي

د زړه احتقاني عدم کفایه

قلبي احتشا

د زړه بې نظمي

په کارډيوجینیک شاک کې به په کلینیکې ازموینو کې  لاندي  حالتونه تر سترګو شې:

ـ یخ او لوند ته ورته پوستکی

ـ د وينې ښکته فشار

ـ تیز نبض او ورو ریتم

ـ کېدای شې محیطي سیانوز هم شتون ولري

ـ کېدای شې د زړه ریټ لوړ وي  ( ټکي کارډیا موجوده اوسې.

ـ  د سینې  په معاینه کولو سره به دواړو طرفونو ته Craft موجود وي

پلټڼي يا Investicagition:

که چېرته په هماغه ګړۍ د زړه ګراف یا ACG واخستله شې  د زړه د اسکیمیک ناروغیو نښې به په ګوته کړي د بیلګي په ډول  د ST Segment  بدلونونه یا Elevation, Depression او د T_  wave inversion  به شتون ولري

همدارنګه د زړه بې نظمي هم کېدای شې  شتون ولري چې دا هم د  زړه  د برقي ګراف په واسطه په ګوته کېږي

اداره کول يا Management :

ناروغ باید په کټ کې واچول شې او  د دې لپاره پښې پرې څه اندازه جګې شې چې د زړه طرف ته د وينې جریان زیاتوالی ومومي

د هوايې لارو د پاکوالي او خلاصوالي په پار پلټنه باید وشې او که امکان وي او یا هم اړتیا وي باید ناروغ  Intubate شي.

د vasodilators په شان عمل کونکې درمل ( Ventolin nebulization) چې د قلبي دهانې د  زیاتوالي توانايې لري وکارول شې

د ماسک يا Nasal catheter  په واسطه باید ناروغ ته اکسیجن د ۶ـ ۴ لیترو په اندازه  په یوه دقیقه کې  ورکړل شې

په دې ناروغانو کې د وريدي انفیوژن بشپړ اندازه تطبیق د دوی  له ژوند سره نیغه اړيکه لري.

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه چې په دي ناروغانو کې به  د وینې ښکته فشار شتون ولري د جګېدو لپاره يې  Inj : Dopamine 400 mg  له  Inj: dobutamin 250 mg  سره يو ځای په پنځه سوه سي سي  Dextrose  کې د وريد له لاري په اهسته ډول په  له اتو تر لسو څاڅکو/  دقیقه کې ورکړل شي.

که چېرته د زړه بې نظمي  او  په وینه کې د خوږې لوړه کچه شتون ولري په بشپړ ډول سره په کار ده چې درملنه يې وشې.

Heparin  چې انټی ترومبولایټیک درمل دي ناروغانو ته د Thromboembolism  د مخ نيوي لپاره  له 5000_  10000IU  پوري  په لومړيو کې بیا وروسته د  50001U S/C / Hour په کچه  باید ورکړل شې

دوهم :هایپووالیومیک شاک  Hypovolumic shock :

د وينې د زیاتي د بهېدنې، د وجود دمایعاتو د زیات بایلنې او د رګونو د زیاتي پراخېدنې له امله منځ ته راځي

په دې ډول شاک کې وینه انساجوته په کافي اندازه نه رسېږي ، حجم يې کميږي د رګونو په داخل کې والیم کمېږي او په پایله کې  وریدي برکشت هم کمېږي.  

د دې ډول شاک لاملونه په لاندې ډول دي

د ویني زیاته او دوامداره بهېدنه

په وجود کې د مالګې او اوبو زیات کموالی (د اسهالاتو او کانګو له امله )

زیاته سوځېدنه

اداره کول  یا Management :

د Hypovolumic shock  منجمنټ په دوه ډوله دی :

۱ـ د شاک عامل یا سبب باید تداوي شې

۲ـ Replacement  تيراپی

د مایعاتو ضایع   باید د وریدي انفیوژن  په واسطه د نیم ساعت په موده کې پوره کړای شې

که چېرته شاک د سوځېدنې له امله منځ ته راغلي وي پلازما دي تطبیق شې

که د وينې د دبهېدني او ضایع کېدنې له امله منځ ته راغلی وي وينه دي ورکړل شې (Blood transfusion )

وريدي مایعاتو ورکړه تر هغه وخته پوري باید دوام ومومي تر څو چې ناروغ له شاک څخه نه وي را وتلی البته د مایعاتو اندازه باید په نظر کې ونیوله شې.

۳ـ Distrubtive shock :

په دې ‌ډول شاک کې د وينې کوچني رګونه پراخيږي او ډېرکله يې ناروغ له امله له کم خونۍ سره لاس او ګریوان کېږي

دا شاک په خپل وار په دوو بیلا بیلو ډولونو ویشل شوی دی.

اول : Anaphylactic shock ا:

د Distrubtive shock  د دې لومړني ډول نښې نښانې ډېر کله د الرژیک موادو د عکسل العمل په پایله کې د ثانیو او دقیقو په موده کې را ښکاره کېږي

کلینيکې نښې يې په لاندې ډول دي:

زړه بدوالی ، د ګېډي دردونه، ویزینګ ،د سینې د بندوالی احساس، او په لیږو پيښو کې کېدای شې  د پوستکي رش، دانې ،Andioedema  او لړمۍ ولیدلې شې.

په ډېرو شدید حالاتو کې کېدای شې د درواني کولپس په شکل هم ښکارندوي وکړې

د دې ډول شاک درملنه او منجمنټ په لاندې ډول دی

د غبرګون یا عکس العمل په بنسټ Inj  Adrenalin0,5mg

Inj: penargan 25mg slow iv یا هم Inj: dephinhydramin20mg iv slow

Inj: Hydrocortison200mg iv  په پنځلس دقیقو کې باید تطبیق شې

Inj: zantic  یا هم Inj: Tegamet  iv

همدارنګه مایعات  له یوه تر دوو ساعتونو کې ناروغ ته ورکړل شې

دوهم سیپټیک Septic shock :

سيپټیک شاک د Distrubtive shock  دوهم ډول دی؛ هغه مهال  را منځ ته کېږي چې په زیات شمېر سره  ګرام منفي او مثبت بګتریاوي د وينې دوران ته داخلې شې ، تشخیص يې هغه وخت کېدای شې چې له لاندې حالاتو څخه دوه یا له دوه څخه زیات  حالتونه شتون ولري.

ـ د حرارت درجه له 83c څخه زیاته او یا له 26C څخه کمه وي

ـ ټکي کارډيا شتون ولري

د تنفس تعداد له شلو څخه په دقیقه کې زیات وي

د WBC شمېر  له 12000/CCM څخه زیات وي

دا ډول شاک د منځ ته را تلو امکان په هغو وګړو کې زیات وي  چې لاندي مساعد کونکې فکتورونه ولري :

د عمز زیاتوالی

سوی تغذي

د معافیتي سیستم ضعیفوالی

یوریمیک او د ځیګر ناروغۍ

سټيرايئډ کارونکې ناروغان

سایټو ټوکسیک تیراپي

کله چې په دې ډول شاک باندي کس مبتلا وي لاندې نښې به پکې لیدلې کېږي

شاید حمله د لړزې په شکل وي

یخ پوستکی به ولري

ناروغ به پريشانه او ځينې وخت کېدای شې د کوما په حالت کې وي

په ځینو پيښو کې امکان لري تبه یې لوړه وي خو په ځینو کې کېدای شې تبه نارمل او یا له نارمل کچې څخه ښکته وي.

د وينې فشار به ټيټ وي

او  اردار به شتون نه لري

فشار به ښکته وي او والیم به  ورو وي

اداره یا Management :

د وينې د بشړ کتنې لپاره د سمپل اخیستل اړین دي

هر کله چې د بستر زخم pus  یا هم boli  شتون ولري د sensitivity  لپاره سواب  واخستل شې

ناروغ ته ژر تر ژره باید وريدي خلاص او کینولا ورته ولګوله شې

د وینې د ستیستول فشار د درست کولو لپاره اړوند درمل او همدارنګه داو د ادرارو  شته والي په غرض باید Dextrose   پنځه فیصده  باید وکارول شې

که چېرته فشار نارمل ته رانغی په دې صورت کې Dopamine  او Dobotamine باید ناروغ ته ورکول شې چې تشریح يې په کارډیوجینیک شاک کې شوې ده

د Stress ulcer د تداوي لپاره  PPI درمل  د رګ له لاري  هر دولس ساعته وروسته ورکول کېږي .

د اړتیا په صورت کې باید له انتی بیوتیکونو څخه هم کار واخستل شې

څلورم Obstructive shock :

په کتلوي ډول سره د سږو امبولیزم او نور  ددې ‌ډول شاک مهم لاملونه په ګوته شوې دي او د لاملونو درملنه يې يواځينې غوره لاره ده  چې پکې ناروغ ته مایعات او vasoconstrictor  ورکول شامل دي  هغه چې د زړه دهانه او د وینې فشار نورمال ساتلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب