پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeکلتورسینماد هندۍ سېنما ځوانې فلمي ستورۍ ځان وژلی/حکمت سروش

د هندۍ سېنما ځوانې فلمي ستورۍ ځان وژلی/حکمت سروش

د هندۍ سېنما ځوانې او ښکلې ستورۍ جیاخان تېره شپه په ممبۍ کې په خپل کور کې ځان راځړولی او وژلی دی. نوموړې ۲۵ کلنه وه، په انګلینډ کې لویه شوې وه، او په دې وروستیو کې له خپلې مور رابعې سره د هند، ممبۍ ته را کډه شوې وه.

جیا خان چې اصلي نوم یې نفیسه الیاس و،خپل فلمي ژوند په ۲۰۰۷ کې له امیتابچن سره د نېشبد په نوم یو هندې فلم پیل کړ، چې د هغه کال یو جنجالي فلم و. د دې تر څنګ یې له امیر خان سره په ګجني او اکشې کمار سره په هاوز فول ټو کې هم کار کړی دی.

نوموړې ته نژدې یو تن ویلي چې هغه له څه وخته راهیسې د خپلو شخصي مسئلو له لاسه خپه وه، خو غوښتل یې چې بېرته فلمو ته راوګرځي او په دې اړه یې له فلم جوړونکو سره لیدنې کتنې کولې.

پولیسو ویلي چې پیښه د شپې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې، خو له جسد سره یې کوم لیک نه دی پیدا کړی چې د ځانوژنې لامل مالوم کړي.

دوی دا هم ویلي چې په دې اړه د هغې له اشپز، ساتونکې او نورو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د هندۍ سېنما ټولې کورنۍ د ټویټر له لارې د هغې پر مرګ حیرانتیا او خپګان ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب