جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتورسینماسنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

2 COMMENTS

  1. ای تاسو باور په خدای وکړئ او په ما ګناهکار یې مه کوئ چې اول مې دا عکس ولید ما ویل که دا غیرت بهیر دی. خوشحاله شوم ما ویل څه ښه شوه دوی هم لکه چې د سولې له بهیر سره یوځای کیږي، حتما به څه اړوند بیان وي.

  2. سنجی دت ته وایم: (…چا ته ورشم، چا ته وکړم ننواتې؟.) بند ورته ښه دی، كه الله(ج) یې مسلمان کړی او یو معنوی انسان ورڅخه جوړ شی. او الله(ج) یې په بنده ګانو کې شمېر کړی. لله(ج) دې خپله معامله درسره وکړی. د الله(ج) له نعمتونو خبر او پوره ایمان پرې راوړې. د دې پر ځای چې دی د خپل دغه غټ بدن څخه په نیمه او پوره برنډو فلمونو کې کار اخلی، ښه به وی، چې مسلمان شی او د کفار پر وړاندې ورڅخه کار واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب