یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاد معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟/ انتظار احمد

د معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟/ انتظار احمد

هلیکو باکتر پا یلورې  میکروب دي چې دغه میکروب  چې  ایچ پې یی مخفف نوم دی، Helicobacter pylori

دمعدي په داخلي طبقه  یا مکوزا په برخه کې ځاي لري  ،  او دمعدې زخمونه چې په انګلیسې ژبه کې ورته پیپټیک اولسر وایي ۷۰ سلنه  د ایچ پایلورې په واسطه را منځته  کیږي.

که چیرې معده یو وارې په دغه باکتریا باندې میکروبې شي نو د ددې میکرو اورګانیزم له منځه وړل ډیر مشکل  کیږي او تر ډیر وخت یا د عمر تر پایه د ناروغ په معده کې پاتې کیږي . .

دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزي نو د  ناروغ په بدن کې په  لومړیو وختونو کې  د ناروغۍ نښې ښکاره نه وي  مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږي .

که چیرې دمعدې د شته زخمونو درملنه ونه شئ نود کلو کلو په تیریدو ممکن دمعدې دغه ټپونه په شدیدو زخمونو بدل او بلاخره ناروغ د معدي په سرطان اخته شي چې بیا به یی درملنه ډیره ګرانه وي.

دمعدي ميکروب يا بکتري په تيزابي چاپیریال کي په ټیټ پي ايچ کي ژوند نشي کولاي او د پې ایچ په راټيټیدو سره دغه باکتریا له منځه ځي.

دغه ميکروب  د معدي په وروستنۍ  برخه کي او دغټو کلمو د سر په برخه کي زخم جوړوي ځکه ددي برخو چاپیریال نسبت نورو برخو ته القلي دي او  د ميکروبونو دودې  لپاره د ښه چاپیریا دی ځکه چې تيزابي خاصيت يي هم نسبتا نورو برخو ته   لږ دی  .

پردغه میکروب د نړۍ پنځوس سلنه او زمونږ په ګران هیواد کې ۷۵ سلنه خلک په دغه ناروغۍ اخته دي.

د ایچ پایلورې نښې نښانې :

دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزي نو د  ناروغ په بدن کې په  لومړیو وختونو کې  د ناروغۍ نښې ښکاره نه وي  مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږي .

دغه میکرو اورګانیزم د معدې په دننه کې  که چیرې شته والۍ یی مثبت وي نو د ناروغ د خولې څخه یوه  تخریش کوونکې او بد بوي وځي ، چې د بد بوی لامل یی په معده کې د د ایچ پې فعالیت ښي او بد بویی د امونیا غاز تولید دی چې ددغه باکتریا په واسطه تولیدیږي.

د زړه بدوالی  چې  ډیر ځلې د غوړ موادو، چاکلیټونو ، ګازلرونکې نوشابو تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوي.

دمعدې زخمونه ، دردونه او ایښیدل ورسره مل وي.

کانګې اود معدې دافرازاتو بیرته خولې ته راتلل.

کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.

د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ.

شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې.

د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.

د اشتها کموالی.

دوزن له لاسه ورکول.

د معدې درد او سوزیدنه..

د ایچ پایلورې تشخيص

د معدې د دننې برخې یا طبقې څخه ټوټه اخیستل او څیړل

د  وینې معاینه

د یوریا تنفس

د ایچ پایلورې درملنه :

دا ميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقالیږي ، همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان  معدي ته انتقالیږي..

هغه خلک چې دا میکروب لري د خپل خوراک لپاره استعما ل شوي لوښي بايد د بل سره شريک نکړئ ,کارول  شوي لوښي لومړی  بايد ښه پاک او پريمينځل شي تر پاکې او مینځلو وروسته  ترې ګټه واخیستل شي .

په افغاني ټولنه کې د معمول په څیر میندې که په ایچ پایلوری اخته وي نو د باید خواړه یا ځینې وچې میوې لکه چهار مغز، بادام په خوله میده  نه کړئ او خپل ماشوم ته ورنه کړئ، ځکه دغه باکتریا د خولې د لاړو په واسطه انتقالېږي.

ځینې وختونه په کورنۍ کې چې کله کله اوبه څښئ یا ډوډی خور ئ نو بیا یی دمینې په خاطر خپل د کورنۍ بل غړي ته ورکوي چې دا په باکتریا دانتقال یوه بله لاره ده .

دلاندې شیانو له څښلو یا ځوړلو څخه په جدي ډول ډډه  وکړئ:

  • سګریت مه څکوئ ځکه سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي او په اساني سره  پرې اسيد تآثير کوي او دزخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځي .
  • الکولي مشروبات مه څښئ.
  • هغه درملونه چې پر معده ښه نه لګیږي د اسپرین، بروفین یا NSAID  له ډیر کارونې څخه ډډه وکړئ.
  • د تشویش او ذهني فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .
  • ځینې ناروغي لکه د سږو ، پښتورګو او اروایی ناروغی دمعدې د زخم پاریدنې لامل ګرڅیدای شي.
  • د زیات غوړ او تبزابي شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ .
  • د مرچګو، اچارو، چکنیو او مسالو  څخه ځان وساتئ .
  • رومیان، مالټې ،  دستروس کورنۍ میوې لکه نارنج ، مالټه، لیمو او کینو څخه په  کلکه ځان وساتئ .
  • خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات  .

د ایچ پایلورې ددرملنې لپاره لاندې دري ګونې درملو له رژیم څخه چې د دو و انتې بایوټیکونو او پروټون پمپ انهیبیټور شاملې دي   نارو غ ته د ۱۴ ورځور لپاره توصیه کیږي.

 لکه اومیپرازول ، لانزو پرازول یا ایزو امپرازول  … په ورځ کې دوه ځلې Ppi

لومړي انټې بایوټیک

په ورځ ګې ۵۰۰ ملي ګرامه  کلاریټرومایسین توصیه کیږي .

دوهم انټې بایوټیک

په ورځ کې دوه ځلې  یو ګرامه اموکسیسیلین توصیه کیږي یا په ورځ کې دوه ځلې میټرو نیډازول توصیه کیږي

د ټپ د مکمل روغیدو لپاره  توصیه کیږي.  د ۳ څخه تر ۴ اونیو پورې ppi  ددري ګونې ریژیم د ختمیدو وروسته د

د معدې د ميکروب د درملنې لپاره درې ګونې رژیم دادی

Lansoprazole

Amoxicillin

Clarithromycin

د دغه دری ګونې رژیم  د ۱۴ ورځو لپاره ناروغ اخلي، که ناروغ د پښتورګو او ینې ناروغتیا له مخکې څخه ولري نو باید له ډاکټر سره پرې مشوره وشئ ،  که د ناروغ  ناروغتیا  حاد وي نو نارو غ دی هڅه وکړئ چې د ددغو درملو د کارولو په وخت کې ډیر زیات اوبه وڅښئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب