دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهملا برادر: که امریکا له افغانستانه په ټاکلي وخت ونه وځي دوی...

ملا برادر: که امریکا له افغانستانه په ټاکلي وخت ونه وځي دوی به نوې پرېکړه وکړي

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) طالبانو خبرداری ورکړی که امریکايي پوځیان په خپل ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه وځي طالبان به نوی تصمیم ونیسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ملا عبدالغني برادر له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي، دوی له امریکا سره هېڅ کومه پټه پرېکړه نه ده کړې.

د نوموړي په خبره که امریکا په شوې هوکړې ژمنه ونه کړي او په ټاکې موده کې خپل سرتېري په بشپړه توګه له افغانستان څخه ونه باسي دوی به یې په اړه نوې پرېکړه وکړي.

هغه دغه راز وویل چې په افغانستان کې به یو اسلامي نظام جوړوي او د واک د انحصار نیت نه لري.

برادر د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو شته والی هم رد کړی او په خبره یې ټولې پرېکړې د ټولو په همغږۍ او مشوره تر سره کېږي.

ښاغلي برادر دا هم وویل چې د لېست له مخې به یې ټول بندیان خوشې کېږي او بل لېست حکومت ته نه سپاري.

که څه هم افغان حکومت بار بار ټینګار کړی چې پاتې ۶۰۰ زندانیان جرمي دوسیې لري او په خپل دریځ یې ټینګار کړی و، خو تېره ورځ ځینو سرچینو په ډاګه کړه چې له ۵۰ زیات طالب زندانیان یې خوشې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. څه به وکړی۔ تاسې تالبان هېڅکله ډاسې څه نه شی کولی چې د امريکا د مصالحو خلاف وي او که نه نو۔
    د قطر دفتر معاشات به مو بند شي
    تاسې به داسې په نښه شی لکه سليمانی۔
    هېڅکله داسې فکر مه کوی چې تاسې په خپل جنګ سره امريکا ننګوی۔ بلکی ستاسې هر څه د افغانستان د تبا کېدو لپاره دي بس او بس۔ تاسې د همدې لپاره جوړ یی۔

  2. ملا برادره، ستا خو نه خبرې او نه دې هم اعمال برادر ته برابر او ورته دي. داسې ډرتېږی لکه له اسمانه چې پریوتی یې. یو کال مخکې چېرې وې. د پاکستان په کنارابو کې بندي وې، اوس چېرې یې، په پنځه ستور هوټل کې او ډالرې معاش. هغه څوک چې دې په شا ډبوي ( ای اس ای) شپه تر سهاره امریکایانو ته خوش خدمتي کوي او په امریکایي ډالرو ژوندي دي او په امریکایي دالرو خپل هېواد ابادوي. په منځ کې پاتې شوې ته او ستا نور دلال بې سواده او خره طالبان، لکه د غولو چنجییان، کله مو خوله پاکستاني غولو ته خلاصه وي، کله ایراني، کله روسي ، قطري او کله هم عربي. نه مو دين معلوم دی نه مو نصب، نه مو افغانیت او نه انسانیت. او ټول کمال مو د بې ګناه افغانو وژنه ده. شرم وکړئ، که په خدای ایمان او باور لرئ او د انسان اولاده ياستئ نور بس دی. تر کومه دا حالت او دا خرابي. نوره دنیا چېرې ورسیده او تاسې تر اوسه د څو خرکوسه پاکستاني مشرکو ملایانو په بند کې پراته ياست. په خدای، رسول او قران قسم چې پاکستان مو یوازې د خپلې ګټې لپاره استعمالوي او اخر مو لکه ملا عمر خوله په خاورو ډکوي. افغانستان مو تباه کړ. الله مو تباه او برباد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب