پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهعایشه فاروقي: پاکستان د افغان سولې په مسئله کې اغیزناک ګامونه پورته...

عایشه فاروقي: پاکستان د افغان سولې په مسئله کې اغیزناک ګامونه پورته کړي او لا هڅه کوي

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) پاکستان وايي د افغان سولې په مسئله کې ريښتیني دي او خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وايي نړیوال هم د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې مني.

د فاروقي په خبره دوی د سولې لپاره اغیزناک ګامونه پورته کړي دي او هڅه کوي پدې برخه کې ګټور ثابت شي.

پاکستان وروسته تر هغه دغه څرګندونې کوي چې ویل کېږي دغه هېواد د افغانستان د سولې په مسئله کې دوه مخی چلند کوي او غواړي په دې توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو د افغان سولې په نامه د ځان لپاره امتیازات واخلي.

په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د داعش په نامه ۶ ډلې یو ځاي کړي دي څو له روسیې څخه د طالبانو په نامه د ځان لپاره امتیازات واخلي.

https://taand.net/%d8%b1%d8%ad%d9%85%d8%aa-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%86%d8%a8%db%8c%d9%84-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86-%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%86%da%89/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب