دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهند په یو وار ۱۰۴ توغندي مدار ته لېږي

هند په یو وار ۱۰۴ توغندي مدار ته لېږي

تاند-  د هند د فضايي تحقیقاتو اداره به د چهارشنبې په ورځ /فبروري۱۵/ په یو بې ساري اقدام کې د توغندي په وسیله ۱۰۴ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته ولېږي. دا سپوږمکۍ د امریکا، اسراییل، هالنډ، سویس، قزاقستان او څو عربی هیوادونو دي.

تر دې وړاندې په یو وار ډېرې سپوږمکۍ روسیې توغولي وې. روسیې په یو وار ۳۷ سپوږمکۍ توغولې وې خو هند د ۱۰۴ سپوږمکیو په لېږلو د روسیې ریکارډ ماتوي.

هند تر دې وړاندې د جون په میاشت کې د امریکا، جرمني، اندونیزیا او کاناډا ۲۰ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته په بري ولېږلې.

د هند حکومت د سږ کال (۲۰۱۷) لپاره د خپل هیواد د فضايی تحقیقاتو ادارې بودجه په سلو کې ۲۳ زیاته کړه.

هند په وروستیو کلونو کې په فضايي تحقیقاتو کې کمساری پرمختګ کړی دی.

1 COMMENT

  1. هند هره ورځ دژودانه په هراړخ کی انکشاف او پرمختګ کوی . نوافغانستان باید دهند ددوستی څخه دخپل پرمختګ دپاره په کافی اندازه خاصتا دلمړنی ضرورتونو اوستونځو دحل دپاره دبنیادی کار غوښتنه وکړی .، افغانستان داحمد شاه بابا په وخت کی دسلاح سازی دکارخانی اساس ایښی و مګر اوس که زموږ دبل راکړل شوی توپک مرمی بنده کړل بیانووبل ته احتیاج یو چی دامرمی راخلاصه کړه .، ترڅو به دادبل مری په بل خلاصه و ؟؛ڼو ښه به داوی دوستان خاصتا امنیتی ارګانونه، دملی شورای اړوند کمیسونونه ، جلالتمابان جمهور ریس او اجرایه ریس ودغی ستونځی ته خاصه پاملرنه وکړی ترڅو دخپل دین خاوری او امنیت دپاره ورو ورو پرخپل ځان متکی اوپرمختګ وکړو ځکه ددین ، خاوری اوهیواد دساتنی او دفاع دپاره به داشرعا هم لازمی وی په درناوی .،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب