جمعه, مې 3, 2024
Homeسپورتکابل کې په لومړي ځل ښځینه وو لپاره د کرکټ اکاډمي پرانیستل...

کابل کې په لومړي ځل ښځینه وو لپاره د کرکټ اکاډمي پرانیستل شوه

تاند ( شنبه، د اسد ۴) په کابل کې په لومړي ځل د ښځینه وو لپاره د کرکټ اکاډمي یا روزنځای پرانیستل شو.

د دې اکاډمۍ مسوولان وايي، چې د دې اکاډمۍ د پرانیستې موخه هیواد کې د ښځینه کرکټ پراختیا او پياوړتیا ده.

دوی وایي هڅه به وکړي، چې په هیواد کې د ښځینه وو کرکټ هم پراخ او پياوړی شي.

د دې اکاډمۍ پرانیستې ته د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي هم ور بلل شوي وو.

راشدخان، چې په دې پرانیسته کې یې ګډون درلود دا اکاډمي د ښځینه کرکټ د پیاوړتیا لپاره یو ښه ګام وباله.

افغانستان کې کلتوري محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ښځینه وو ته په سپورتي برخه کې په ډيرې ستونزې سره اسانتیاوې برابریدلی شي.

خو بیاهم له کلتوري محدودیتونو سره سره دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې ښځینه وو ته د کرکټ اکاډمۍ یا روزنځای جوړیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب