یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد حکومت وسله والو مخالفینو په تېره یوه اونۍ کې ۴۰۱ بریدونه...

د حکومت وسله والو مخالفینو په تېره یوه اونۍ کې ۴۰۱ بریدونه کړي دي

تاند (شنبه، د اسد ۴) طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۴۰۱ بریدونه تر سره کړي چې له امله یې ۴۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو دغه بریدونه په ۲۳ ولایتونو کې تر سره کړي  چې تر ټولو زیات تلفات په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې عامو خلکو ته اوښتي دي.

خبرپاڼه کاږي طالبان تل د انساني، دیني، اخلاقي او جنګي ارزښتونو خلاف کارونه تر سره کوي او خپلو کړو ژمنو ته پابند نه دي.

که څه هم د حکومت په ګډون نړیوالې ټولنې او بیلابیلو بنسټونو له طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې خو لا هم په روانه جګړه کې ملکیان هدف ګرځول کېږي او د بې ګناه خلکو وژل دوام لري.

دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان حکومت او طالبان لا دې پرېکړې ته نه دي رسېدلي چې بین الافغاني مذاکرات پیل او روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

له بل پلوه طالبان وايي تیار دي چې تر راتلونکي لوی اختر د دولت ټول بندیان په دې شرط چې ددوی زندانیان به د لست مطابق خوشې کوي له خپلو بندونو ازاد کړي.

دغه راز دوی وايي د بندیانو د خلاصون پروسې له تکمیل سره سم به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

خو د افغانستان حکومت په خپل دریځ کلک ولاړ دی او وايي چې پاتې ۶۰۰ بندیان د جرمي دوسیو په لرلو سره نه خوشې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب