Homeخبرونهپه بدخشان کې د لاجوردو د کانونو په سر وسله واله نښته...

په بدخشان کې د لاجوردو د کانونو په سر وسله واله نښته روانه ده

تاند (شنبه، د اسد ۴) په بدخشان کې د کران و منجان لاجوردو کانونو د نیولو په سر له درې ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وویل طالبانو درې ورځې وړاندې د لاجوردو کان د نیولو په موخه په کران و منجان ولسوالۍ له څو خواوو بریدونه وکړل.

روحاني زیاته کړه د طالبانو له حملې وروسته د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ تر اوسه نښتې دوام لري.

نوموړي وویل مرسته کوونکي سرتېري سیمې ته رسیدلي دي او د منجان په ساحه کې د دواړو لوریو تر منځ نښتې دوام لري.

د روحاني په خبره ددې له امله چې په کران و منجان ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه کوي د نښتې د دواړو لوریو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه طالبانو غوښتل د کران و منجان د لاجورد کان په خپله ولکه کې واخلي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

باید وویل شي چې وخت ناوخت وسله والې ډلې ددغه کان د نیولو هڅې کوي خو د امنیتي ځواکونو له خوا په شا تمبول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...