یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريله خلکو سره مینه ناک چلند وکړئ| دولت وزیري

له خلکو سره مینه ناک چلند وکړئ| دولت وزیري

سقراط به ویل:

«که له چا سره چې مخ کېږئ، په مینه ور سره چلند وکړئ، ځکه د مینې بنسټ د ښکلا تعریف دی او بیا په ټول ژوند او ټولو کړو وړو کې غوره کار او لاره اعتدال دی.

د یو چا د شخصیت پر ځای د هغه له جسم سره مینه د حیواناتو او ځناورو کار دی، د جسم پر ځای د یو چا د شخصیت سره مینه وکړئ. د شخصیت سره مینه د انسانانو کار دی.»

سقراط به هیڅکله خپل شخصیت په نورو لوړ نه ګاڼه او تل به يې پر دې ټينګار کاوه او ویل به يې:

«زه په یو شي ډیر ښه پوهېږم او هغه دا چې په هیڅ شي نه پوهېږم.»

ده به ویل:

«چا چې ځان وپېژاند، نور خلک هم پېژني. چا چې له خپل ځان سره مینه وکړه له نورو سره هم مینه کولای شي. پر چا چې خپل ځان ګران وي نور هم ورته ګران وي. څوک چې له نورو څخه د نیکیو په تمه وي، په خپله دې هم له نورو سره نیکې وکړي، ځکه چې د ټولو علومو مور نېکي ده.»

وايي: سقراط دومره بدرنګه او بد قواره و، چې ټولګي والو به يې ورته چونګښه ویل. خو په دومره بدرنګه او بې ډوله جسم کې د ننه یو ډېر نېک، رښتینی او مینه ناک روح پټ و.

کرایټو به ویل:

«ما په ټول ژوند کې دا ډول او ده ته ورته نیک، شریف او عالم څوک نه دی لیدلی. ده به هېڅکله نورو ته تکلیف نه رساوه، ان تر دې چې له خپلو دښمنانو سره يې هم ښه او نېک سلوک کاوه.»

سقراط به سپارښتنه کوله او ویل به يې:

«موسکا او چوپتيا دوه زورورې وسلې دي، په موسکا سره ډېرې ستونزې حل کولای شئ او په چوپتیا سره له ډیرو ستونزو ځان ژغورلای شئ.»

ښاغلی غلام محمد کامه وال وايي:

مینه چیرته وکړه چې سړیو کې حساب شي

داسې ځای کې مړ شه چې ژوندیو کې حساب شي

خوړ کې کاڼي ډیر وي، خو یو نیم لایق د هار شي

داسې کاڼی جوړ شه چې غمیو کې حساب شي

ښاغلی حبیب الله رفیع وايي:

څه به ښه وايي، چې انسان وای مینه مینه

د خدای دا ښکلی جهان وای مینه مینه

    کینه نه وای، رخه نه وای، جګړه نه وای

               هر یو کلی، هر یو مکان وای مینه مینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب