چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد سولې وزارت: افغان حکومت بین الافغاني خبرو ته پوره تیاری لري

د سولې وزارت: افغان حکومت بین الافغاني خبرو ته پوره تیاری لري

تاند ( شنبه، اسد ۴)  دافغانستان د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته ویلي، چې افغان حکومت تل د سولې لپاره حسن نیت ښکاره کړی او ټینګار یې کړی، چې اوس هم د بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ تیاری لري.

انوري زیاته کړې، چې د دوی له لوري د بین الافغاني خبرو پيل لپاره پوره تدارکاتي، محتوايي او تخنیکي تیاری شوی دی.

نوموړې دغه راز ویلي، چې د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پلاوی خبرو اترو لپاره پوره تیاری لري او په هر ځای او هر وخت کې د خبرو پيل ته چمتو دي.

د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري د زندانیانو د تبادلې په اړه هم ویلي، چې افغان حکومت د باور فضا جوړولو لپاره بندیان خوشې کړي او طالبان هم باید په دې برخه کې نرمښت وښيي.

له دې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ویلي وو که افغان حکومت د دوی بندیان تر لوی اختر وړاندې خوشې کړي نو دوی تیار دي، چې له اختر وروسته بین الافغاني خبرې پيل کړي.

خو افغان حکومت یې تیره ورځ په غبرګون کې په ټینګار سره وویلې، چې هغه ۶۰۰ بندیان به خوشې نه کړي، چې طالبان یې په خوشې کولو ټینګار کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له مخې افغان حکومت به د دې ډلې پنځه زره بندیان او طالبان به د حکومت زر بندیان خوشې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب