جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهروسیه او ایران د افغانستان پر وروستیو حالاتو غږیدلي

روسیه او ایران د افغانستان پر وروستیو حالاتو غږیدلي

تاند ( شنبه، د اسد ۴) روسي رسنۍ وایي، چې په دې هېواد کې د ایران ځانګړی سفیر په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

سرچینې زیاتوي دواړو لوري په افغانستان کې په وروستیو حالاتو غږیدلي.

د سرچینو د راپورونو له مخې دواړه خواوو په افغانستان کې د سولې له پروسې سره پرمرستو او ټینګار کړی دی او دغه راز یې ویلي، چې هڅه کوي د سولې په پروسه کې پوره مرسته وکړي.

د یادولو ده، چې له دې وړاندې امریکا ویلي د افغانستان د سولې په تړاو له ایران سره خبرو ته تیار دي.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ د امریکا د سولې په انسټېټیوټ ویلي وو، امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده، خو د سولې هوکړه باید عملي شي.

نوموړي همدا راز د ایران په اړه ویلي، چې دمګړۍ ایران د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري نه کوي، خو که ایران وغواړي امریکا پر دې موضوع خبرې ورسره کوي.

خلیلزاد داسې مهال له ایران سره د خبرو یادونه کړې وه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر وروستي حده خرابې دي او یو بل ته سخت ګواښونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب