Homeخبرونهامریکا له افغانستان سره ۱۳۰ میلیونه ډالر نوره مرسته هم وکړه

امریکا له افغانستان سره ۱۳۰ میلیونه ډالر نوره مرسته هم وکړه

تاند (جمعه، د اسد ۳) په کابل د امریکا سفارت وايي چې د بهرنیو چارو وزارت پرمختګ ادارې د کرونا  ناروغۍ پر ضد د مبارزې لپاره څه باندې ۳۶،۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

په ورته وخت کې، د نړیوال بانک له لارې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې پر مهال د افغانستان د روغتیا او پوهنې د سکټورونو او د ولایتي ادارو د ملاتړ لپاره‌ یې د ۹۰ میلیونه ډالرو مرستې د سپارلو بهیر چټک کړی دی.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن وايي چې دغه مرسته یې په داسې حال کې له افغانستان  سره کړې چې لا هم دغه هېواد کې د کورونا ناروغۍ اثرات شته او ورسره مبارزه روانه ده.

د نوموړي په خبره چې متحده ایالات د افغانستان حکومت، مرستندویه ټولنو، د بشري مرستو له شریکانو او نورو بېلا بېلو بنسټونو سره په اړیکه کې دی څو په افغانستان کې د دې وبا پر ضد د مبارزې لپاره د هغوی ملاتړ جلب کړي.

امریکا له افغانستان سره ددې مرستو خبر په داسې حال کې ورکړی چې په یاد هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانوشمېر نږدې څلور میلیونو ته رسېدلی دی.

1 COMMENT

  1. د امريکا په متحده ايالتونو کی د کرونا له وجهې د مړو شمير ۱۴۷۰۰۰ او پدی وايرس د ککړو شمير څه باندی ۴ ميليونه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...