Homeخبرونهامریکایي الوتکو د ایران الوتکه کې سپرلۍ ویرولي

امریکایي الوتکو د ایران الوتکه کې سپرلۍ ویرولي

تاند( جمع، د اسد۳) ایراني رسنۍ وایي، دوو امریکایي جيټ الوتکو د سوریې په حریم کې د ایران د سپرلۍ الوتکې ته په خطرناک ډول نږدې شوې دي.

د ایران دولتي رسنۍ وایي د امریکا دوه جنګي الوتکې د ماهان الوتکې سره  نږدې په ډير خطرناک اندازه سره تېرې شوي او پیلوټ د ټکر د مخنیوی لپاره سملاسي لوړوالی کم کړی دی.

یادې رسنۍ زیاتوي، چې د دې پېښې له امله څو مسافرهم ټپيان شوي دي.

خو بل لورته امریکايي چارواکي دا ادعا ردوي او وایي، الوتکه یې د دې لپاره ارزوله، چې وویني خپل ځواکونه یې امنیت کې دي که نه.

دا الوتکه له تهران د لبنان بېروت ته روانه وه او مسافر یې لیږدول.

د ایران ایرب له خوا خپره شوې ویډيو کې له الوتکې یوه جیټ الوتکه له کړکۍ ښکاري او هم د یوه مسافر مخ په وینو سور دی.

خو د امریکا پوځ وروسته وویل، چې د اېف ۱۵ جېټ الوتکه په خوندي واټن وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...