شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله افغان توکو بار یو کاروان هندوستان ته ورسېده

له افغان توکو بار یو کاروان هندوستان ته ورسېده

تاند(جمعه، د اسد ۳) هندي چارواکي وايي چې ۱۴افغان لارۍ موټر چې د افغاني توکو څخه ډک وو د هند شمالي اتاري ایالت ته رسیدلي دي

چارواکي وایي کاروان له یوې اونۍ څخه په لږه موده کې د واګه بندر له لارې هند ته ورسید.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو د کنفدراسیون رییس ، اشوک سټي هندوستان ټایمز ته وویل چې “په تیرو څلورو ورځو کې څوارلس ټرکونه د وچې میوې او نورو توکو څخه ډک دغه هیواد ته رسیدلي دي.”

هندوستان ته د افغاني توکو صادرات د کورونا ویروس د خپریدو له امله د څو میاشتو لپاره ودرول شول.

خو یوه اوونۍ دمخه، د پاکستان حکومت وویل چې دوی به د واګه بندر خلاص کړي ترڅو هند ته د افغاني توکو صادرات وکړي.

هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کلنی ارزښت په ۲۰۱۸ کال کې ۷۴۰ میلیونه ډالره و.

هندوستان معمولا له افغانستان څخه وچې میوې او بوټي واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

زه او پسرلی

هوسا/ اجمل پسرلی