شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ترکیې په ایاصوفیه جومات کې نن د جمعې لمونځ ادا کیږي

د ترکیې په ایاصوفیه جومات کې نن د جمعې لمونځ ادا کیږي

تاند( جمع، د اسد۳) یوه اوونۍ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښارکې نامتو ودانۍ ایا صوفیه د موزیم پر ځای نور په جومات بدله شي.

دوه نیم زره کاله وړاندې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا بیا جومات او وروسته بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه.

په یاد جومات کې له ۸۶ کلونو وروسته نن د جمعې لمونځ ادا کیږي.

دغه راز نن د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې د شکرانې دعا هم وشوه.

د یادولو ده، چې څور ورځې وړاندې یوې سوريايي جوړې سماح او کرم البازو د ایا صوفیه جومات د بیا خلاصولو په خوښۍ کې پر خپلو دوو لوڼو باندې ایا او صوفیه نومونه کېښودل.

یاده جوړه، چې ۷ کاله وړاندې د جنګونو له امله له سوریې څخه ترکیې ته کډه شوي، همدلته یې له یو بل سره ولیدل او واده یې وکړ.

1 COMMENT

  1. آیا صوفیه په استانبول کې
    د آیا صوفیه جامع جومات چې پخوا د عسویانو یوه جامع کلیسا وه ، نژدې 1400 کاله عمر لري . آیا صوفیه د « مقدس خرد یا عقل » په معنا ده ، نومړې کلیسا د میلادي شپږمې پېړۍ له شروع نه په پخوانۍ قسطنطنیه کې چې اوس د استانبول په نوم یادیږي ، د ختیز روم د امپراطورې په پلازمېنه کې د بیزانس امپراطورانو په وخت کې جوړه شوېده او دعثماني امپراطورۍ په وخت کې په جومات بدله شوه.
    د دې تاریخي ساختمان کار په 532 میلادي کال کې د یوې نقشې پر اساس د 82 متره اوږدوالي ، د 73 متره سور او ګنبده یې 33 متره قطر درلودلو سره د وخت امپراطور ژوستینین په هدایت شروع شو . د نوموړي امپراطور د واکمنۍ په پنځم کال د خلکو له خوا یو پاڅون وشو چې د هغه پاڅون په جریان کې دې ماڼۍ هم اور واخیست او وسوه .
    امپراطور ژوستینین د کلیسا د بیا جوړولو لپاره «آنتمیوس» او «ایزیدور» ته دنده وسپارله چې د کلیسا کار تکمیل کړي . پورته یاد شویو کسانو له شپږو کالونه په لږه موده کې د کلیسا کار پای ته ورساوو.
    اما د کار د سرعت له کبله د کلیسا چت نواقص پیدا کړ او یوه لویه برخه یې راولوېده ، د شلو کلونو په موده کې د کلیسا سقف یوځل بیا راولوېده .

    کله چې د کلیسا کار پای ته ورسېده ، د کلیسا داخلي تزئینات ډېر ساده وو او د وخت په تېرېدو سره یې نورتزئینات ور اضافه کړل .

    د آیا صوفیه په تاریخ کې بله مرحله په 1453 کې پیل شوه . پدې کال کې د بیزانس امپراطوری عمر پای وموند او قسطنطنیه د عثماني امپراطورۍ له خوا فتحه شوه.

    ایا صوفیه په مسجد بدله شوه
    د آیا صوفیې ماڼۍ د عثماني امپراطورې د واکمانو پام یې ځان ته راواړاوو او څلورمنارونه یې ورباندې اضافه کړل. پخوانۍ تصویرونه یې په ژېړ رنګ پټ کړل او د څلورو یارانو نومونه یې د جومات په ستونونو راځوړند کړل. په همدې سبک ئې په 17 پېړۍ کې د عثماني امپراطورۍ آبي جومات هم جوړ کړ.

    د ایا صوفیه یو تصویر کله چې موزیم وو.
    دا تاریخي ماڼۍ په 1934 کې په موزیم بدله شوه ترڅو له ټولې نړۍ نه د معمارۍ دغه ګوهر وویني .

    پدې وروستیو کې د ترکیې حکومت او سترې محکمې فیصله وکړه چې نوموړی موزیم بېرته په جومات بدل کړی او له 86 کلونو نه وروسته نن یوځل بیا د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل شو او د جمعې لمونځ پکې ادا شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب