تاند (جمع، د اسد ۳) د جان هاپکنز پوهنتون پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېرڅلورمیلیونو ته نږدې شوی دی.
د جان هاپکنز پوهنتون شمیرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د کورونا وبا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۳ زره تنو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې امریکا کې په هر ساعت کې د کورونا ۲۶۰۰ نوې پېښې ثبتیږي، چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
نیویارک، چې په امریکا کې دننه تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه بلل کېږي، د همدې ناروغۍ له کبله د مړینې شمېر هم پکې تر ټولو ډېر دی خو د ناروغانو شمېر بیا په دې وروستیو کې د فلوریډا او ټکزاس په څېر سویلي ایالتونو کې ډېر شوی دی.
کورونا ویروس په چین کې له راڅرګندیدو سره په ټوله نړۍ اغیز وکړه خو امریکا یې تر بل هر هیواده ډیر وځپله.
په ورخطایی کی مو د مریضانو په ځای مړو شمیرلیکلی. عنوان اصلاح غواړی.
مهرباني وکړئ، د هر مطلب خپریدو نه مخکې یو ځل یا دوه ځلې هغه پخپله هم لولئ، تر څو یې غلطۍ اصلاح کړئ، ځکه چې دا ټوله نړۍ ته تاسې خپروئ .
مننه