تاند( جمع، د اسد۳) حکومتي چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر جوړېدو سره د مخالفتونو له امله یې د یادې پروژې د تطبیق چارې عملآ درولي دي.
د ننګرهار مدني فعالانو، د ولایتي شورا غړو او په ملي شورا کې د دې ولایت ځینو استازو په ګمبیري دښته کې د حکومت له لوري د هوايي ډګر جوړېدل د داوود خان د پنځه کلن پلان د ناکامولو هڅه بللې وه.
د ودانیزو چارو شنونکو او متخصصینو، چې د فعالانو په ملتیا يې تازه په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر لپاره له ټاکل شوي موقعیت نه لیدنه کړې ویي د هوايي ډګر جوړېدو چارې یې درولي دي.
دوی یاده سیمه د ناکامورا پارک ته نږدې او حاصل خیزه خاوره ګڼي او هلته د هوايي ډګر جوړېدو په تړاو له حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کوي.
ننګرهارګمبیري سیمه کې د هوایي ډګر د جوړیدو چارې داسې مهال پیل شوې،چې هممهاله ورسره د خلکو هم سخت غبرګونونه راپورته شول.
داډاګ د چورکولو په موخه کارونه ودرول شو. تاسوکوم پلان عملی کړی. اوس یی هم یو غټه برخه پورشوی.