Homeخبرونهاتمر له طالبانو وغوښتل چې خپل محبوبیت د توپک د میل ...

اتمر له طالبانو وغوښتل چې خپل محبوبیت د توپک د میل پر ځای د رایو په صندوق کې معلوم کړي

تاند(پنجشنبه، د اسد۲) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن (پنجشنبه) وړاندیز وکړ چې د هیواد د راتلونکې په اړه دې ولس ته اجازه ورکړل شي چې خپل نظر د ټولپوښتنې یا له یوې بلې لارې څرګند کړي.

ښاغلي اتمر وویل، باید ټولې خواوې د ولس د نظر درناوی وکړي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزیر په طالبانو ږغ وکړ چې د توپک د شپېلۍ پر ځای د ولس په رایو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي او له دې لارې په ولس کې خپل ګرانښت وازمويي.

ده، چې د ویډیو له لارې له کابل څخه د هند ستراټیژیکې ټولنې ته خبرې کولې، د وړاندې تګ لپاره بشري حقونه، ولسواکي او سیاسي تنوع ضروري عناصر وبلل.

دا کنفرانس د نوي ډیلي د څېړونکو د بنسټ له لوري ترتیب شوی و.

ښاغلي اتمر وویل، د سولې د پروسې د یوه مهم عنصر په توګه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د بهرنیو وسله والو سختدریځو له وتلو سره مشروط وي.

د ده په وینا دا بهرني وسله وال له طالبانو سره ملګري دي او د افغانستان د حکومت پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي.

اتمر، چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کورنیو چارو وزیر و، وايي چې په سیمه کې چټک جیوپولیټیک بدلون هند څنګ ته کړی دی.

ده له نوي ډیلي وغوښتل چې د امنیتي همکارۍ او بشري مرستو په برخو کې خپل رول ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بین الافغاني خبرو په اړه وویل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پایله به د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي چې د نړۍ ستر قدرتونه او د نړۍ اغېزمن هیوادونه په بین الافغاني خبرو کې د شویو پرېکړو تطبیق تضمین کړي.

1 COMMENT

  1. اتمر ته دي وویله سي چي دا صندوخ والاوو څه وکړل؟ کوم ځل چي ټاکني سوي آیا د هغو پایلو ته احترام سوی دئ، تر هغو چي پر منطقي لارو چارو غور ونه کړئ همداسي لکه همدا نن چي پښتون بابا لونګۍ، کالي وایستل ، لا به نورې ووینئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...