شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهترکیه په انقره کې د فاروق وردګ د سفیر کیدو سره موافقه...

ترکیه په انقره کې د فاروق وردګ د سفیر کیدو سره موافقه نه کوي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲) د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د ترکیې حکومت په هغه هیواد کې د افغانستان د سفیر په توګه د فاروق وردګ له ټاکل کیدو سره موافق نه دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ترکیې حکومت په انقره کې د افغانستان د سفیر په توګه د فاروق وردګ تایید یا رد ته ځواب نه دی ویلی.

د هغوې په ​​وینا، پدې ډول قضیو کې د دولتونو چوپتیا اکثرا د وړاندیز شوي سفیر د رد کیدو معنی لري.

سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت به د سفیر تر ټاکل کیدو دمخه له کوربه هیواد سره مشوره وکړي.

مګر تر دې دمه، فاروق وردګ نه د ترکیې حکومت لخوا تایید شوی او نه رد شوی.

د مسولینو په وینا که کوربه هیواد له وړاندیز شوي سفیر سره موافق نه وي، د بهرنیو چارو وزارت به هغه هیواد ته نوی سفیر واستوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلې نه دي چې نوی سفیر به کله وټاکل شي.

په ورته وخت کې، فاروق وردګ ویلي دي چې که د ترکیې حکومت هغه ونه مني نو هغه لیواله نه دی چې په دغه هیواد کې د سفیر په توګه کار وکړي.

تر دې دمخه یو شمیر رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې حکومت فاروق وردګ د اداري فساد په تور نه دی تایید کړی.

کله چې هغه د پوهنې وزیر و، هغه د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایاالتو د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په یوه راپور کې د “خیالي ښوونځیو” او “د تعلیم په سکتور کې ۷۰ میلیون “ډالرو فساد باندې تورن کړی و

3 COMMENTS

  1. دا خو ولله چه ډير ښه کار شوي رحمت د په ترکانو وي.

    اولسمشر خو اهل کار خلکو ته دندي سپاري وايي پکه داد بله سپکه.

  2. د فساد مساد کیسه کې یې نه دي؛ خبره دادې چې فاروق وردګ د فتح الله ګولن له ډلې سره پخوانی اړیکي لري، او په همدې دلیل یې د ګولن مخالف حکومت لخوا د قبولیت مسله تر سرپوخ لاندې ساتل شوې. دا یاده ساتی که وردګ قبول نه شو نو د ورګ په ځای به تر وردګه څو چنده فاسد شخص معرفي کیږي او د ترکیې همدا حاکمه پارټي به یې په پټو سترګو قبلوي. ترکان خو څه افغانان ندی چې د پردیو په ګټو به ځانونه قربانوي؛ دوې د افغانستان د فساد او مساد کیسه کې نه دي، خپلو ګټو په کیسه کې دي. که د فساد او نااهلیت مسئله وای نو په د دستم خیلو، ایشچیانو، ګلبدینانو، او نورو بلا و بدترو به یې په ګودامو ګودامو مادي او معنوی مرستې نه باران کولې.

  3. دترکیې دولت په نړیوالو او دیپلوماتیکو قوانینو ښه پوهیږي . فکر نه کوم ترکیه د دافغانستان سره خپلې اړیکې د یو شمېر تنګ نظرو او متعصبو کړیو په خواهش او غوښتنه متأثره کړی او د ښاغلي فاروق وردګ د اګریمان نه لېږلو په اړه داسې یوطرفه تصمیم نیولی وي.
    که احیانا ترکیه له افغانستان سره د سفیرانو په ټاکلو کې ستونزې ولري او یا د تنګ نظره کړیو په خواهش د افغانستان د ولسمشر له استازي سره ستونزې لري ، افغانستان هم باید ورته او بالمثل عمل وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب