شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د طالبانو دسرې قطعې ۳۱ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې...

پکتیکا کې د طالبانو دسرې قطعې ۳۱ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند( پنج شنبه، د اسد ۲) پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۹ غړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چې په یاد شمېر کسانو کې د طالبانود سرې قطعې یو سیمه ییز قومندان هم شامل دی.

مومند زیاته کړه برید تېره شپه هغه مهال وشو کله، چې وسله والو لومړی د پکتیکا ګومل په خانګلي، د اورګون په شیخانو او د برمل ولسوالۍ په تورتنګي سیموکې د افغان ځواکونو پرپوستو ډله ییز بریدونه وکړل.

نوموړی وایي په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، پېښه نن ماسپښین د غزني مرکز اړوند په ارزو سیمه کې رامنځته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب