تاند (پنجشنبه، د اسد ۲) افغانستان، ایران او ازبکستان د سوداګريزو اړیکو په پراختیا باندې خبرې وکړې.
د یادو درېواړو هېوادونو تر منځ د وېډیو کنفرانس له لارې پر اقتصادي، ترانزیټي او نورو ضروري مسائلو تفصیلي خبرې وشوې.
په یاده غونډه کې د ایران د ښار او سړک جوړونې وزیر محمد اسلامي وویل چې هېواد یې له افغانستان او ازبکستان سره د سیاسي او د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېواله دی.
د محمد اسلامي په خبره ایران به افغان او ازبک سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه د اسانتیاوو برابرولو ډېره هڅه وکړي.
نوموړي وايي ایران د چابهار- زاهدان پر رېللارې ډېره پانګونه کړې ده او دا لار به ډېر ژر د دې جوګه شي چې د افغانستان او ازبکستان سوداګریز توکي په ډېرې اسانۍ جنوبي بندرونو ځانګړې توګه چابهار بندر ته ولېږدي.
د افغانستان له لوري د ترانسپورت وزارت سرپرست وزیر یما شمس غونډې ته ویلي چې ایران او افغانستان په اقتصادي برخه کې باوري ملګري دي.
ښاغلي شمس دغه راز زېاته کړې دوی تمه لري چې د هرات- خواف رېل پټلۍ په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پراخې شي.