شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهصالح: ولسي جرګه دې دملي دسترخوان په تړاو په کړې پرېکړه بښنه...

صالح: ولسي جرګه دې دملي دسترخوان په تړاو په کړې پرېکړه بښنه وغواړي

تاند( پنج شنبه، د اسد۲) د ولسمشرلومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا پر ولسي جرګې غږ کړی،چې اوس هم وخت لري څو د هېواد له غریب او بیچاره ولس څخه بښنه وغواړي.

صالح زیاته کړه ولسي جرګه دې اجازه ورکړي څو د څه مودې لپاره د ولس دسترخوان ډک شي.

ولسي جرګې د ملي دسترخوان په نامه د حکومت پروګرام وړمه ورځ د رایو په اکثریت رد کړ او یاد پروګرام یې فساد ته د زمینې برابرول وبلل.

امرالله صالح ویلي، هغوی، چې پر فیسبوک د ملي دسترخوان مخالفت کوي د بېوزلو استازولي نشي کولی.

هغه زیاته کړه، که چېرته د ملي دسترخوان پروګرام لپاره د نړیوال بانک ځانګړې شوې پیسې بل لور ته لاړې شي نو ولسي جرګه به ملامته وي.

صالح دا څرګندونې په داسې حال کوي چې ولسي جرګه په دوبنۍ رخصتي تللې ده.

2 COMMENTS

  1. د کرونا یا د اوبا ناورین لپاره نړیوال بانک د ملي دسترخوان په نوم یا د وچی ډوډۍ د ویشلو په نوم پیسی منظوری کړی وی. کله چه د ولسي جرګې لخوا د ملي دسترخوان پیسی رد کیږی نو دغه پیسی واپس نړیوال بانک اخلی.
    ځما خواست د ولسي جرګې څخه دا دی چه بی سنجشه، عقدوې او احساساتی پریکړی مه کویی. آیا ستاسی دغه ناڅاپی او احساساتی پریکړه د فرخوندی د پریکړی سره سمون نه خوری؟
    هغه فرخونده چه په شاه دو شمشیره زیارت کی احساساتی هیوادوالو ټوټه ټوټه کړه.

    نوټ: دافغانستان حکومت نړیوال بانک ته د وچی ډوډۍ لپاره وړاندیز یا پیشنهاد یا پروپوزل لیکلی او بیا یی ورلیږلی وه. چه په نتیجه کی دغه پروپوزل هغوی منظور کړه.
    نړیوال بانک چاته بی پروپوزله پیسی نه ورکوی.
    مثلا نړیوال بانک داوبا د شروع کیدو په وخت کی په ځینو بی وزلو هیوادونو غږ وکړ چه مونږ یو اندازه پیسی د کمک په خاطر درکوو. پروپوزلی مو راولیږی. اوس هر هیواد مکلف دی چه په پروپوزل کی داسی څه ولیکی چه د نړیوال بانک دقناعت وړ وګرځی او کمک ورته ژر تر ژره منظور کړی. کوم پروپوزلونه چه د قناعت وړ ونګرځی هغه نه منظوروی او یا….

  2. د افغانستان دولتي مسوولینو ته یو وړاندیز:
    د وچې ډوډۍ د توزیع لپاره چې په اوسنیو شرایطو کې یې د وېشلو پروسه مبهمه او غیرشفافه ده که تاسوپه کابل کې مرکزي سیلو او په لویو ښارونو کې ورته سیلو ګانو په بیا فعالولو کې هڅه وکړئ دولت او ولس ته به یې ډېرې ګټې ورسیږي.
    همدارنګه له هغو بزګرانو نه چې اضافي غنم لري په مناسب قیمت واخیستل شي او د هېواد سیلوګانو کې ذخیره شي د ضرورت په وخت کې به ټول مستحق کسان ګټه ځینې واخلي . د ګاونډیو او نورو هېوادونو د غلې مرستې هم سیلوګانو ته ورکړل شي .
    د سیلو له لارې دا ډوډۍ باید په ارزانه بیه ټولو هغو هېوادوالو ته ورسول شي چې غواړي د سیلو محصولاتو نه ګټه واخلي . د ډوډۍ وېش به د نرخونو د لوړېدومخنیوی وکړي او له بلې خوا به دولت ته هم یوه معینه ګټه ورسیږي ، زمونږ هېوادوال به مفتخوره نه آموخته کیږي. پدې ترتیب به زمونږ ملي اقتصاد او ملي دسترخوان یوځل بیا په پښو ودریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب