Homeخبرونهدفاع وزارت: د هرات په وروستي برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله...

دفاع وزارت: د هرات په وروستي برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

تاند( پنج شنبه، د اسد ۲) د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، چې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ خم زیارت سیمه کې وروستی برید د کشفي انځورونو او ثبت شوو ویډیوګانو په اساس شوی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو لا هم څېړنې روانې  دي.

ملي دفاع وزارت وایي لومړني معلومات ښيي، چې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله بیا د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال د ګڼ شمېرملکیانو دمرګ ژوبلې خبره منلې ده.

د مصالحې عالي شورا له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تاوتریخوالي زیاتیدل او د ملکي وګړو مرګ ژوبله د توجیه وړ نه ده.

سرچینه دعبدالله عبدالله له قوله لیکي،چې د تاوتریخوالي زیاتېدل په هیڅ صورت د مذاکراتو پرمېز دکوم لوري تله نشي درنولی او د جګړې له ښکېلوغاړو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...