شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاذربایجان تازه دمي سرتېري افغانستان ته رالېږلي

اذربایجان تازه دمي سرتېري افغانستان ته رالېږلي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲) افغانستان کې له ۷ اډو څخه د امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې د ناټو په چوکاټ کې یې یو شمېر عسکر افغانستان ته رالیږلي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد سرتيري به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

خو دا نه دي ویل شوي چې اذربایجان افغانستان ته څو عسکر راستولي دي.

اذربایجان د ناټو په چوکاټ کې یو شمېر سرتېري لري چې د ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په دندو بوخت دي.

تر دې وړاندې پرتګالي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې هېواد یې پرېکړه کړې ۱۷۰ تازه دمي سرتېري په دوره یي شکل افغانستان ته راواستوي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af-%d9%be%d9%88%da%81%d9%8a-%d8%a7%da%89%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%aa%d8%ae%d9%84%db%8c%db%90-%d8%b3%d8%b1%d9%87/

اذربایجان داسې مهال افغانستان ته خپل سرتېري رالیږلي چې امریکا، طالبانو سره د قطر د هوکړې له مخې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر چټک کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب