شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشاهین: طالبان به له لوی اختر وروسته د سولې خبرې پیل کړي

شاهین: طالبان به له لوی اختر وروسته د سولې خبرې پیل کړي

تاند(جمعه، د اسد ۳)  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې طالبان چمتو دي له لوی اختر وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي که د طالبانو د خوشې کیدو پروسه بشپړه شي.

په ورته وخت کې، د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې خوشې شوي طالب بندیان یو ځل بیا د افغان خلکو په وړاندې جګړې ته داخل شوي دي.

د سولې شورا ویاند جاوید فیصل په یوه ټویټ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه وغوښتل ترڅو د جګړې ډګرونو ته د بیرته راستنیدو مخه ونیسي، ه تاوتریخوالی راکم کړي او ژر تر ژره د افغانستان تر منځ خبرې پیل شي.

جاوید وایي طالبان چې کله له زندان ازادیږي قسم کوي چې بیرته به جګړې ته نه ستنیږي خو بیا هم زیاتره جګړو ته ستانه شوې دي.

د افغانستان حکومت تر دا مهاله ۴ زره او ۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

طاابانو بیا شاوخوا ۸۰۰ افغان بندیان خوشې کړي دي.

مګر دواړه خواوې ادعا کوي چې بندیان د چمتو شوي لیستونو پراساس خوشې شوي نه دي.

بل خوا د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا پرون ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسه د بندیانو د خوشې کیدو سره سره د تاوتریخوالي راکمولو ته زیاته اړتیا لري.

هغه وایي دوی د تاوتریخوالي پای نه ویني، او زیاته کړې یې ده کخ دواړو خواوو اوربند کړی وی نو تاوتریخوالی به راکم شوی و او د سولې خبرې به چټکې مخته تللي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب