شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهټاکل شوې خلیلزاد د افغانستان په ثبات کې د ګاونډیو پر رول...

ټاکل شوې خلیلزاد د افغانستان په ثبات کې د ګاونډیو پر رول خبرې وکړي

تاند(جمعه، د اسد ۳) د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زملی خلیلزاد، ټاکل شوې د نن ورځې په ناسته کې د افغانستان په ثبات کې د ګاونډیو د رول په اړه وینا وکړي.

دغه ناسته د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ لخوا ترسره کیږي.

یاده ناسته کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان سفیران به متحده ایالاتو ته وینا وکړي.

دغه انسټیټیوټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا بحث به تر هغه کچې روښانه کړي چې تر کومه د سیمه ییزو اړیکو، په ځانګړي توګه سوداګري او ټرانزیټ، د سولې پروسې، امنیت او ثبات کې برخه اخیستلی شي.

خلیلزاد د سرطان په میاشت کې له مرکزي آسیا څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په تاشکند کې یې د ازبکستان ، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د نویو مسلو او حیاتي رول په اړه خبرې کړي چې د مرکزي آسیا هیوادونه د سولې په برخه کې زیات رول لوبولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب