Homeخبرونهد سولې ولسي مجمع: دواړه خواوې دې ژر تر ژره بندیان ازاد...

د سولې ولسي مجمع: دواړه خواوې دې ژر تر ژره بندیان ازاد کړي

تاند (جمعه، د سرطان ۳) د سولې ولسي مجمع غړي له ولسمشر غني غواړي چې تر لوی اختر وړاندې دې طالب بندیان ازاد کړي.

دوی وايي حکومت دې د پاتې بندیانو د خلاصون پروسه کې خنډ او ځنډ نه رامنځته کوي او ژر تر ژره دې دواړه خواوې بندیان خوشې کړي.

د سولې ولسي مجمع دغه راز زیاته کړې چې د بندیانو له خلاصون سره سم به روانه افغان وژنه پای ته ورسېږي او روان تاوتریخوالی به ختم شي.

دیني عالمان له ولسمشر غني غواړي چې د بندیانو د نه خلاصون له امل د سولې پروسه په ټپه ولاړه د ه او هره ورځ لسګونه ملکیانو ته مرګژوبله اوړي.

دیني عالمان وايي له بهرنیانو د سولې د ټینګښت تمه نه لري او له افغانستان څخه وتل یې کولی شي امنیتي وضیعیت کې ښه والی رامنځته کړي.

د دوی په خبره چې بهرنیان په امن فضا کې ژوند کوي خو افغانان هره ورځ قرباني ورکوي نو پکار ده چې حکومت شرایطو ته په کتو پام وکړي او د مقابل لوري غوښتنې ومني.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ملګرو ملتونو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د جنګ له ښکلیو خواوو غوښتي و چې راتلونکې اونۍ دې افغانستان کې د لوی اختر په مناسبت جګړه ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...