شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهټرمپ او پوتین د وسلو د معاملې او د کورونا ویروس پروړاندې...

ټرمپ او پوتین د وسلو د معاملې او د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي

تاند(جمعه، د اسد ۳) سپینه ماڼۍ او کرملین وايي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د وسلو تړون او د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د کرملین یوې اعلامیې ویلي چې ټرمپ او پوتین د ایران اټومي پروګرام په اړه هم خبرې کړې دي.

د “نوي پیل” تړون چې د فبرورۍ په میاشت کې پای ته رسیږي، د متحده ایالاتو او روسیې اټومي وسلو سر شمیرنه ۱۵۵۰ ته محدودوي.

ټرمپ غواړي چین هم په دغه تړون کې شامل کړي، خو بیجینګ کومه علاقه نه ده ښودلې

د متحده ایالاتو او روسیې استازو تیره میاشت په ویانا کې د تړون پر بدیل بحث وکړ او د بیا کتنې پلان یې درلود.

د سپینې ماڼۍ د بیان په وینا، ټرمپ ویلي دي چې هغه د چین، روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د وسلو د قیمتي سیالۍ د مخنیوي هیله لري.

نوموړي زیاته کړه چې هغه په ​​ویانا کې د وسلو د کنټرول په راتلونکي خبرو کې د پرمختګ تمه لري.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب