جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا د سوریې په فضا کې د ایراني الوتکې مخه نیولې

امریکا د سوریې په فضا کې د ایراني الوتکې مخه نیولې

تاند(جمعه، د اسد ۱) د متحده ایالاتو اردو وايي چې د سوریې فضا ته یې د ایراني الوتکې مخه نیولې ده.

تر دې دمخه، ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د ایراني الوتکې پیلوټ ناڅاپي د ټکر د مخنیوي لپاره تمرین کاوه، چې ډیری مسافر یې ټپیان کړي دي.

د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني، چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو نظامي عملیاتو څارنه کوي، په یوه بیان کې وویل چې د F -۱۵جنګي جټ الوتکې د تانف په سیمه کې د ۱۰۰۰ متره لرې څخه ایراني الوتکه لیدلې ده.

د متحده ایالاتو ځواکونه د تانف صحرا کې یوه کوچنۍ اډه لري.

دا سیمه د اردن او عراق پولې ته نږدې موقعیت لري.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړ چې دوه اسراییلي جنګي الوتکو له تهران څخه بیروت ته د ایراني، الوتکې د تګ مخه نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...