شنبه, مې 18, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونللقریب ثم للبعید، نوي نازولي/ استاد سعدالدین شپون

للقریب ثم للبعید، نوي نازولي/ استاد سعدالدین شپون

نوې طبفه، د یوګوسلاویې د یوه مغضوب صدراعظم، مېلوان جېلاس، د یوه کتاب نوم دی چې دیکتاتور مارشال ټیټو بیا جېل ته واستاوه. جیلاس یوه عجیبه تیوري وړاندې کړې وه. ویل یې چې په سوشالېزم کې طبقې له مینځه نه ځي، صرف جامه یې بدلېږي. د یوه مشر میراث زوی ته نه بلکه یوه بل نفر ته چې همدې مشر روزلی وي پاتې کېږي. په روسیه کې بیا دا میراثه زوی ته که نه و پرکټی ته رسېده. د خروسچف زوی نه بلکه زوم یې، الېکسي اجیوبي معتبر و. جیلاس ویل چې دا د اشرافو طبقه هم د کارګرو د طبقې په څېر تولید مثل کوي، مانا کوڼي اچوي. هماغسې چې د کارګر زوی پرولتاریا وي د اشرافو زامن هم اشراف وي. یو سړی راپاڅي، په زړورتیا، هنر، بخت، چل او دوکې یا اتلولې سرغنه شي، نو د ټولې کورنۍ ورسره، د خوګیاڼو په وینا، خوېله په غوېړو کې ولوېږي.

چې زه اوس فکر ورته کوم دا دود په غربي ملکونو کې هم خال خال باب دی. امریکا کې یو کېنېډي جمهوررییس، ورور لوی څارنوال، بل ورور سناتور، پلار سفیر. مشر بوش جمهوررییس، بیا زوی. همدې امریکا کې د وباما او جمهوریت غوښتونکو لوی جنجال په همدې دی. یو نیم سل ملیونه امریکایان چې دوی یې مینځنۍ طبقه بولي، په ګډه هماغومره پیسې لري چې د لوړې طبقې ۴۰۰ کورنۍ یې لري. وباما او ګوندي د موکراتان یې وايي چې عدالت دا غواړي چې دغه ملیونران دې یو څه زیاته مالیه ورکړي چې د عامه ګټو پروژې پرې جوړې شی(مانا د بې کورو، بوډاګانو، نېستمنو ناروغانو سره د مرستې). خو جمهوریت غوښتونکي(ریپبلیکنان) یې ورسره نه مني.

ګاونډو کې اندیراګاندي، بوټو، بوټۍ او که سلسله نیمګړې شوه نو آصف زرداري، بیا په سوریه کې بشار اسد، زما په خپل کې وطن کې یې بربنډ مثال د تنظیمونو مشران او مربوطات دي. صلاح الدین رباني دی چې بسته پوهنتون یې د خپل پلار به نوم کړ او ضیا مسعود او ځینې نور دي چې نومونه یې زما هېر دي، د مرګي دې هېر نشی، ځانونه یې راتلونکي سرمشرۍ ته خریلي دي.

دا پیرته چې وطن ته لاړم د ضوابطو او روا بطو ډنډوره وه. هلئ چې پلانکي خپل ورور مقرر کړی دی….. ، خو اوس لکه چې رابط خان په ضابط خان زورور شو. له هماغه بر سر نه یې چې را واخلې: د کرزي وروڼه، د فهیم وروڼه، د مسعود وروڼه…. دا لا څه چې پرون مې د اروزګان یو خبر ولوست چې ویاند یې زوم و. خېش خوري په درز کې روانه ده .هغه پښتون وزیر هسې ملامت شو چې پاړسک ورپسې جوړه کړې وه چې که … وي نو مقرر دې شي.د خلقي تڼي له خولې وایی چې ده مسعود ته د یوځای کېدو وړاندیز وکړ . هغه ورته وویل ، تو آدم خوب استي مګم خون ما و تو جوش نمې خوره.

چې زه تارخ ته ګورم ما له حضرت عمر (رض) نه پرته داسې بل مشر نه دی لېدلی چې خپل زوی د کاندیدانو له ډلې وباسي.

نو اوس چې رسنیو کې د جنایتکارانو او بډې خورو د محاکمې آوازې اورم ، حیران شم چې که دا کار وهم شي نود خاین له کشرانو سره به څه کوي؟ جرم او هر نور سیئه اعمال ساري نه دي، هر سړی به د خپلو اعمالو ځواب وايي؟ سعدي صیب به د پلار د عمل مسوولیت په ټولې کورنۍ آچاوه افعي کشتن و بچه نګاه داشتن کار عاقلان نباشد. او بې له هغې هم د پښتنو متل دی چې په درګه کې دروی مه غواړه. چې سړی د ځینو تنظیمي اسلافو امتیازاتو ته ځیر شي چې میم زرما ټول زما یې خپلو اخلافو ته پرېښي، نو وېره پیدا شي هسې نه چې د استاد پسرلی خبره رښتیا شي چې، عاطفې شوې د کسات په ګردو پټې، او نبیره یې توله سټ شي. دا کلیه زمانه ده، چا کمپیو چېټ کې راته وکړه. ما په یوه پاړسي بیت ځواب ورکړ: شتر در خواب بیند پنبه دانه. خو هغه را ته بېخرته ځواب راکړ چې نو ته د هغه متل ترجمان یې چې: خرې ته یې زیری ورکاوه چې زوی دې وشو. هغې ویل خپل بار به وړي خپل به وړم؟؟

دا لیکنه لومړی پلا په (23.02.2013) خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب