شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو په وړاندې پاڅون کوونکې د ولسمشر له خوا ستايل کېږي

د طالبانو په وړاندې پاڅون کوونکې د ولسمشر له خوا ستايل کېږي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲) د غور ولايت هغه نجلۍ چې د طالبانو په وړاندې يې پاڅون کړى او په دې ورځو کې يې عکس په ټولنيزو شبکو کې ډېر خپرېږي، د ولسمشر په امر د ستايلو په خاطر کابل ته را غوښتل شوې ده.

د غور ولايت چارواکي وايي، له هغه وروسته چې طالبانو په غور کې د يادې نجلۍ مور او پلار شهيدان کړل، د کور په کلاشينکوف يې دوه طالبان ووژل او د طالبانو د استخباراتو مرستيال يې زخمي کړ.

قمر ګله چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اوسیدونکې ده، وروسته له هغې د رسنیو د خبرونو سرټکی وګرځیده چې له طالب جنګیالیو یې د خپل مور او پلار د وینې بدل واخیست.

د غور ولایت دغه اوسیدونکې چې شاوخوا پنځلس کاله عمر لري، وايي وروسته له هغه یې په دغه اقدام لاس پورې کړ چې طالبانو یې مور او پلار په ډزو ووژل .

قمرګله وايي پلار یې قومي مشر او سپینږیری مخور سړی وه، نو ځکه طالبانو وواژه، نوموړې وايي پخپل دغه کار ویاړي چې د خپل مور او پلار قاتلین یې وژلي، دې همدا شان په نورو انجونو هم غږ وکړ، چې نور دې طالبانو ته د ډیرو وینو د تویدو اجازه ورنکړي.

قمرګلې همداشان په دولت هم غږ وکړ چې دخلکو لپاره امنیت برابر کړي، د انجونو لپاره د تعلیم زمینه سازي وکړي، او د سیمې امنیت دې تامین کړي.

یادې پیغلې چې په خپل دغه کار ښه شهرت موندلی خلک یې د امنیت لپاره اندیښمن وه چې اوس د ولسمشر غني په غوښتنه کابل ته راوړل شوې ده.

بل خوا طالبان دا ردوي او وایي چې د دوی ملګري هیڅوک هم وژلي نه دي.

1 COMMENT

  1. سر لوړي قمرګلي بيبي په ګوتو د برکت
    که هر افغان ستا شانه غيرت وکړي نور به په ټول افغانستان کراره کريرا شي. موږه ټول افغانان ستا د ايمانداري او با غيرتي ميرني پوروړي يو ، وو تا بيبي خپل مسوليت ادا کړ. اوس تاسو موږ ته را وښوله چه يواځي همدا لار دحل د د قتل قتالده او بله نشته اوس بايد ټول افغان اولس دا ستاسو لار تعقيب او هر او کلي کور له د تاليب پاکستاني ډاګي نه پاک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب