شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې د ازاد شوي طالب قوماندان په هرکلي کې له...

په هرات کې د ازاد شوي طالب قوماندان په هرکلي کې له ۴۵ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲) په هرات کې د یوه خوشي شوي طالب قوماندان د هرکلي پر ګڼه ګوڼه په هوایي برید کې  لسګونه وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې دغه برید د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د افغان حکومت له زندان څخه د طالب قوماندان له خوشې کیدو وروسته د هغه د هرکلي پر مراسمو شوی.

د هرات د والي دفتر وویل چې راټول شويو خلکو په پام کې لرله چې په هرات ښار کې بریدونه وکړي.

محمدعلي، چې د هرات د ادرسکن ولسوالۍ ځايي اوسیدونکی دی، وایي چې دا پیښه د ګذرې او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ شوې ده. محمد علي زیاته کړه چې هوایي برید د سهار په نهو بجو د طالبانو پر یوې غونډې شوی دی.

نوموړی وایي چې د مرګ ژوبلې کره شمیره تردې دمه نه ده معلومه، خو د ځایي خلکو په حواله ویل شوي چې په برید کې له ۴۵څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د ادرسکن ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د ټلیفون له لارې رسنیو ته ویلې چې په دې بمبارۍ کې یو شمیر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو دقیق شمیر یې لا نه دی معلوم.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل، هوایي برید د بګرام له زندان څخه د خوشي شویو طالب بندیانو د هرکلي په غبرګون کې پر ملکي خلکو شوی. هغه وایي راپورونه ښیې چې په برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d9%87%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d9%87%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%be%d9%87-%d9%be%d8%a7%db%8c%d9%84%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب