شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې ترسره شوي هوایي برید مشهور طالب قوماندانان ووژل

په هرات کې ترسره شوي هوایي برید مشهور طالب قوماندانان ووژل

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱) د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي ددغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه لویه غونډه هوايي برید شوی چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح الله اکبری، ملا محمد مشهور په ادریس او ملا عبدالحق مشهور په اسامه چې په ګذرې، ادرسکن او پښتون زرغون ولسوالیو کې د طالبانو مشهور قومندانان و د شینډنډ ولسوالۍ د یو شمېر نورو طالبانو سره د ګذرې ولسوالۍ په خم زیارت سیمه کې راټول شوي و او په دولتي ودانیو او ښارونو یې د بریدونو پلان جوړاوه چې هوايي برید پرې شوی.

د هرات ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.

په ورته مهال د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې د هوايي برید له امله ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا وايي چې له بګرام زندان څخه د خوشې شوي طالب زنداني کورته په ورغلیو کسانو دوه ځلې برید شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د قاري یوسف په خبره په تر سره شوي برید کې د عامه خلکو درې موټر هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو خبرداری ورکړی که دا ډول بریدونو ته دوام ورکړل شي، هغه بندیان چې تازه له زندانونو خوشې شوي بېرته به د جګړې ډګر ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب