ساپو ډیر وژلي دینه د کونړ غلام حمده باډیل ته مه ځه!
دغه سندره به مو ډیره اوریدلې وي، کیدای شي په دې اړه به ډیرو سره دا پوښتني وي چي غلامحمد څوک و، دغه سندره ورپسي ولي ویل شوې، دا او دې ورته نورې پوښتنې دلته ځوابوم:
ارواښاد وکیل غلامحمد صافي د عبدالحکیم اخوندزاده زوی او دمولوي محمد امین لمسی دی.
د دوۍ کورنۍ اصلاً د پیج ولسوالۍ وه خو د هغه وخت د ځايي ستونزو له امله یې نیکه د نرنګ ولسوالۍ باډیل درې ته کډه شوی و.
غلام محمد صافي په ۱۲۹۳ لمریز لیږدیز کال د نرنګ ولسوالۍ اړوند په باډیل دره کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
لومړنۍ زده کړې یې له خپلو مشرانو څخه ترلاسه کړې، او د نورو زده کړو لپاره کابل ته لاړ او هلته له خواجه عبدالله انصاري لیسي څخه فارغ شو.
د هغه د کارنامو له جملې څخه یوه هم په خپله کلیواله او عنعنوي ټولنه کې د نجونو د ښوونځي بنسټ کیښودل و. د کلي د ښوونځي لپاره یې خپله شخصي ځمکه وقف کړه او د دولت له مرستې پرته يې د خپلو کلیوالو او ځايي خلکو په مرسته او د حشري له لارې د ښوونځي خونې آبادې کړې.
په ۱۲ او ۱۳ دوره کې د افغانستان د ولسي جرګې منتخب وکیل وټاکل شو (دا مهال ټاکنیزې حوزې د ولسوالیو په بڼه ویشل شوې وې، او ده د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ استازیتوب کاوه چې د هغه مهال څو علاقدارۍ هم د څوکۍ ولسوالۍ په تشکیل کې شاملې وې).
(ساپو ډیر وژلي دینه د کونړ غلام محمده باډیل ته مه ځه)
د سندري لامل:
کله چی د ولسي جرګي په دولسمه دوره کې د غړي په توګه غلام محمد صافي وټاکل شو، نو د هغه وخت سیال یې پر ځمکو حمله وکړه او ځمکي یې ورڅخه ونیولې، (د ځمکو نیولو لپاره یې د سیال دلیل دا و چي ګني غلام محمد صافي ترې په پیسو ځان بریالي کړی.)
په هر صورت کله چي غلام محمد غوښتل د خپلو ځمکو د خلاصون لپاره باډیل ته لاړ شي نو د یوه ملګري له خوا ورته په میلمستیا که د هغه وخت یو کلیوال هنرمن دا سندره چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامو خلکو په ژبه زمزمه کیږي وویله .
ارواښاد وکیل صاحب د ملي احساس څښتن وه، او ملي خاینین يې نه خوښیدل. له همدې امله يې په ولسي جرګه کې د ځینو ملي خاینینو لکه د بیلګې په توګه د ببرک کارمل سره په ملي مسایلو شخړې راتلې.
له تعلیم او ښوونې روزنې سره د هغه بې کچه مینه د هغه په ژبه د لاندینیو کلیمو څخه څرګندیږي: کله چې په هیواد کې د ثور کودتايي رژیم حاکم شو او د نورو اقشارو تر څنګ يې په ملي او قومي مشرانو هم ډول ډول فشارونه راوستل، نو کله چې د ارواښاد وکیل صاحب د کورنۍ د غړو د نیولو او بندي کولو ناکامه هڅه ترسره شوه نو هغه هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډه کولو ته اړ شو. د ده یوه زوی ډاکټر فرید صافی ما ته داسې کیسه وکړه: «کله چې موږ د خپل کور پریښودو ته اړ او د ډیورنډ کرښې سر ته چې د یوه غره په څوکه وه، ورسیدو نو زموږ ارواښاد پلار خپلو ځمکو او جایدادونو ته له اشارې وروسته موږ ته داسې وویل:
ما د دې پر ځای چې خپل اولادونه په خپلو کروندو کې په کار بوخت کړم، خپله ځمکه مې نورو بزګرانو ته ورکړه چې هغوي پکې کار وکړي او خپله برخه اجوره ترلاسه کړي. که چیرې ما خپله ځمکه کې خپل اولادونه په کار بوخت کړي وای نو هغه برخه حاصل چې زما له جایداد څخه د کلي بزګرانو وړه نو هغه به ما ته په کور ګټه پاته شوې وای. خو ما داسې ونه کړل او دې ګټې ته مې ځکه ارزښت ورنه کړ چې ما غوښتل په خپلو اولادونو تعلیم وکړم. د دې تر څنګ مې خپل نور کلیوال هم تعلیم ته وهڅول. دا ځکه چې د تعلیم پانګه ماته د ځمکې او جایداد له سرمايې څخه ګټوره او تل پاته ښکاریده. تاسې نن د سر په سترګو ولیدل چې زموږ ټوله ځمکه له موږ څخه شاته پاته شوه او موږ ونه شو کولای هغه له ځانه سره و لیږدوو خو تعلیم هغه پانګه ده چې هیڅوک او هیڅکله هغه له تاسې نه شي اخیستلای او تاسې سره د ټول ژوند لپاره د ژوند ملګرې ده او ستاسې د دردونو دوا او ستونزو د حل یوازینۍ وسیله به وي. هو، هغه رښتیا ویلي و.
د کډوالۍ پر مهال افغان کمیشنرۍ متنفذو افغانانو ته د نقدي امتیاز په بڼه یو څه مرسته کوله. د وکیل صاحب امتیاز له نور څخه د خپل امتیاز د درې برابره کموالي په اړه پوښتنه وکړه نو هغه ته د پاکستاني چارواکو له لورې وویل شول چې دا نور کسان چې له ده څخه زیات امتیاز ترلاسه کوي، هغوی لا له پخوا څخه د دوی سره اړیکې درلودې. له دې نیټې وروسته هغه د دغه امتیاز د اخیستلو او تر لاسه کولو څخه لاس په سر شو، ځکه هغه داسې امتیاز ترلاسه کول ځان ته عار او ملي خیانت ګاڼه.
ارواښاد وکیل صاحب غلام محمد صافی د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۱۴(د مارچ په پنځمه، ۲۰۱۵) نیټه د ور پیښې ناروغۍ له امله د د سل کلنۍ شاو خوا په عمر د هجرت په دیار، د امریکا د متحده ایالاتو په سانفرانسیسکو کې خپل روح لوی څښتن تعالی ته وسپاره. کابل ته د هغه د جنازې د را رسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیات مینه وال د هغه د جنازې او جنازې سره مل د هغه ارواښاد د کورنۍ غړي حاضر شول. د هغه ارواښاد جنازه د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کې په ډير درناوي او عزت د بې شمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شوه.
روح یې ښاد یاد یې تل پاتي.
رښتیاهم چې وکیل صیب غلام محمد صافی ډیر متواضع، ښه خبر لوڅ او د خپل کلي، ولس او سیمې په اړتیاوو او غوښتنو باخبره سړی وو. ارواښاد نه یواځی دا چې زموږ په ولسوالۍ کې یو مطرح سیاسي شخصیت وو، بلکې یو ځیرکه او موفق تجارت پیشه هم وو. شاید نوموړی به د کونړ ولایت د لمړنیو کسانو څخه وو چې د نرنګ د لیسې په څنګ کې یې د اوړو او شولو (وریجو) ستر برقي ماشینونه فعاله کړل او هم یې د ټرانسپورټ په برخه کې، فکر کوم دوه روسي جیپونه د چغسرای او جلال آباد په عمومي لین کې په کار واچول. د ارواښاد یو ځوئ چې زما همصنفي او همزولې وو، زموږ په ټولګې کې تر ټولو غلی او با ادبه شاګرد وو، چې یقینا د خپل مور او پلار د ښې تربیې یوه ه بیلګه وه. وکیل صیب له کمونیزم څخه کرکه درلوده او د روسي تاړاک په خلاف یې د خپلو زړورو وطنوالو سره په سپینه ږیره، په مورچل کې د شپو د تیرولو تجربه هم ترسره کړه.
اروا یې ښاده، یاد یې تل تازه
ملکزی/ کالیفورنیا