د کتابونود لنډې پیژندنې په لړ کې:
دا هم د کتاب تر لوستلو وروسته په لنډه توګه د هغه غورچاڼ او اصلي محتوا :
(A Review of the Political Situation in Central Asia)
مؤلف: ډاکترعبدالغنی پنجابی
ژباړن: ارواښاد عبدالرحیم هاتف
تیراژ: ۱۰۰۰ ټوکه
د چاپ ځای: کندهار ـ افغانستان
په ۱۳۹۲ هجري شمسي کال کې د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ ، چاپ سوی دی
کتاب چې له انګریزی ژبې څخه دري ته ژباړل سوی، په عمومی ډول دوې برخې لري یوه یې د ډاکترغنی د کتاب ژباړه ده چې په دولسو فصلونو او ۳۳۰ مخونو کې چاپ سوې او دوهمه برخه یې د ښاغلی عبدالرحیم هاتف اتوبیوګرافي ته وقف سوی ده .
دا کتاب د داسی چا (ډاکتر غنی) له خوا لیکل سوی دی چې زموږ د هیواد د معاصر تاریخ په تیره بیا د نولسمی پیړی وروستیو لسیزو او د شلمې پیړی لومړیو لسیزو کې د یوه مرموز شخص په توګه، په ډیرو سیاسي موضوعاتو کې راښکېل او پیژندل سوې څیره ده .
ډاکتر غنی څوک ؤ:
ډاکتر غني چې په ۱۸۸۳ کال کې دلاهور له دولتي کالج څخه فارغ سو نو یې د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته د طب بورس تر لاسره کړ. خو څرنګه چې د انګلستان په ضد یې د عثمانی ترکیې په پلوۍ مبارزه کوله نو انګرېزانو د سکالرشیپ معاش ورباندی قطع کړ.
په دغه وخت کې د غازی امان الله خان ورور سردار نصرالله خان انګلستان ته سفر وکړ اوهلته یې غنی د ترجمان په توګه استخدام کړ. په دې ډول نصرالله خان دی افغانستان ته رادعوت کړ او یو کال وروسته، ۱۸۹۶ افغانستان ته راغلی. په دغه دوران کې یې بیلا بیلې دندې لکه: د لاهور د اسلامیه کالیج مدیر، د غازی امان الله خان د ځانګړی شورا غړی، د افغانستان د قانون جوړولو د شورا غړی، او داسی نورې وظیفې سرته رسولي او په پای کې یې دغه کتاب په ۱۹۲۱ کال کې چاپ کړی دی .
په دغه کتاب کې ډاکتر غنی له عبدالرحمان خان څخه نیولې بیا د پاچا امان الله خان تر دورې پورې د سترګو لیدلی حال او ډیر مهم حوادث چې، زموږ د معاصر تاریخ یوه برخه جوړوي، په مفصله توګه لیکلی دی.
د کتاب دوهم څپرکی د امیرعبدالرحمن خان دوران ته ځانګړی سوی او دا ښیې چې امیر څرنګه له ترکستان څخه د آمو ترسند را واوښتې او د انګلسانو سره د مفاهمې له لارې یې په مسالمت امیزه توګه، د پاچهی تر تخت پورې ځان راورساوه
دوهم فصل یې د امیر حبیب الله خان د پاجهی دوران ته ځانګړی سوی دی .
د عبدالرحمن خان تر مرګ (۱۹۰۱ ) وروسته حبیب الله خان تر څه جنجالونو وروسته د پاچهی پر تخت کښیناستی. ځکه چې نصرالله خان چې د ده سکه ورور او تر ده مشر ؤ هم ځان د پاچهی مستحق ګڼاڼه .
په دغه فصل کې د مشروطه غوښتونکو د مبارزو او په دغه لاره کې د اعدام تر سرحده د مشروطه غوښتونکو د بیلا بیلو مشکلاتو یادونه په تفصیل سره سوی ده.
ډاکتر غنی چې خپله هم ځان د دغه نهضت غړی بولی او وایی چې: کله چې د حبیبه لیسې مدیر وم نو ډیری بریاوې مې په برخه سوې خو ځینو کسانو زما راپور امیر ته داسی ورکړ چې زه د موجوده مستبد رژیم د له منځه وړلو او پر ځای د مشروطه نظام راوستل غواړم او یو ګروپ یا حزب می جوړ کړی دی چې د نظام د چپه کولو توان لري …. نو امیر هم دغه ناسمو معلوماتو ته غوږ ونیوی او زه یې د خپلو وروڼو سره، چې هغوی هم په حبیبه لیسه کې د معلم او مفتش په توګه دنده ترسره کوله، په ارګ کې بندي کړم.
څو چې د وخت پیژندل سوو سیاسی شخصیتونو زما څخه خپل ملاتړ اعلان کې چې د هغی جملی څځه دغه کسان وه چې سمدستی اعدام سول:
مولوی محمد سرور واصف، د مولوی محمد سرور واصف ورور اسعد الله خان الکوزی، د کندهاری سوداګراحمد جان زوی، عبدالقیوم خان الکوزی او څه د پاسه شپیته نور نور بندیان سول .
په څلورم څپرکي کې د اعلیحضرت امان الله خان د پاچهی د دوران لوړې ژورې په تفصیل سره بیانوي او وایي چې د امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته په حقیقت کې په هیواد کې دوې پاچهۍ رامنځ ته سوې یوه د حبیب الله خان د ورور نصرالله خان له خوا په جلال آباد کې او بله هم په کابل کې د امیرامان الله خان له خوا، خو امان الله خان ډیر ژر نظامی ځواک ترلاسه کړ. جلال آباد چې له یو ډول انارشۍ سره لاس او ګریوان سوی ؤ، د یو شمیر خلکو د نیولو په نتیجه کې تر کنترول لاندی راغی او په پای کې نصرالله خان دې ته اړ سو چې د پاچهی څخه لاس په سر سی او امان الله خان ته بیعت ورکړی .
د کتاب په څو وروستی څپرکو کې د شوروی اتحاد بلشویکی انقلاب او د افغانستان سره د هغوی نوو اړیکو په هکله په زړه پوری تاریخی پيښواړوند مطالب راوړل سوی دی .
د دشوروی داتحاد د انقلابیونو یو شعار دا ؤ څوک چې کار کوی باید ډوډی وخوری. خو ناروغانو ، زړو او معیوبه خلکو ته د طبی تصدیق ورکول کېدی اونور خانان او پخوانی پانګوالو ته به چې ټاکلی کارورکول سوی ؤ او هغه به یې نه وو تر سره کړی نو به دلوږی او ستونزو سره لاس او ګریوان وه .
د بهرنی پالیسی په برخه کې بلشویکانو د نورو ملتونو اشغالول جرم ګڼې ځکه نو بلشویکی حکومت اعلام کړی ووچې هیڅ یوه بهرنی هیواد ته به لښکر د هغوی د اشغال په مقصد نه لیږی خو د کمزورو او تر ظلم لاندی هیوادونو سره به د هغوی د استقلال او د اسارت څخه د خلاصون په لاره کې ، مرسته کوی .
ډاکتر غنی د شوروی دا پالیسی چې نوربه د تزاری روسیې استعماری پالیسی نه تعقیبوی او نور به نو خپل ترحمایی لاندی ایالتونو ته آزادی ورکوی ، د شک په سترګه ګوری او د بخارا مثال ته د بیلګی په توګه اشاره کوی او وایی : په لومړی سر کې بلشویکانو د مرکزی آسیا کوچنیو جمهوریتو نو ته بشپړه آزادی ورکړه او د فدرالی شکل وړاندیزونه یې هم ورته وکړه لاکن هغوی د بشپړی آزادی غوښتونکی وه او خود ارادیت د حق په بنسټ یې خپلی اداری چاری په خپله ترسره کولی . خو وروستیو پیښو دا وښودل چې بلشویکان باید د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړی .کله چې افغانستان خپل ډیپلوماتیک کنسلونه ورو ولیږل نو شوروی حکومت اعتراض ونه کې خو کله چې د افغانستان سره د یو ځای کېدو هڅی پیل سوی نو څرنګه چې ددغو سیمو مالی او بهرنی اړیکې د شوروی حکومت له خوا کنترولیدی نو یې نه غوښتل چې بهرنی لاسونه ورته را اوږده سی .
د بخارا بیلګه :
د دی جملی څخه بخارا چې ځانته یې بیل تاریخ درلودی او د تزار په وخت کې هم یو نیمه آزاد هیواد ؤ ، د شوروی په نظام کې بشپړه خپلواکې ورکړه سوه خو سمدستی د برتانیا د حکومت له خوا د بخارا چارواکو ته مخصوص هدایتونه او او وړاندیزونه ولیږل سول . او د انګلستان د استازو ورتګ بخارا ته په ډیره مینه ومنل سو . او کابل هم خپل کنسل ور ولیږی . د کابل او بخارا ترمنځ دوستانه اړیکې ټینګی سوی . او کابل حتی خپل پوځی افسران د بخارا د پوځ د تنظیمولو په مقصد ور ولیږی. که څه هم دا کار د شوروی حکومت د ناخوښی سبب سو خو د افغانستان سره یې د ښو اړیکو لرلو په اساس ، پر دی کار باندی سترګی پټی کړی .
په بخارا کې ځوانانو یو دری زه نفری جمعیت (نهضت کار )جوړ کړ او د افغانستان امیر ته یې د ځینو ریفورمونو د عملی کولو په هکله یو لړ پیشنهادونه ولیږل . امیر په ډیره عجله دا وړاندیزونه رد کړل . او د نوموړی جمعیت د هیآت غړی یې یا ووژل او یا یې هم بندیان کړل او یوشمیرزیات یې په تښته بریالی سول
. هغوی (نهضت کار ) د بخارا د راتلونکی محکومیت څخه د نجات په هیله ، د بیا قوت موندلو لپاره تلاښونه پیل کړل نو شوروی حکومت هم دی ته اړ سو چې په دغه مهمه سیمه کې خپلی ګټی وساتی او هیڅ یوه بهرنی هیواد ته په بخارا کې د لاسوهنی اجازه ورنه کړی . خو دغه هدف ته یې د وسله والی مبارزی له لاری لاس رسی نه سوای موندلای ځکه یې نو د بخارا د ځوانانو د ګوند څخه ، چې د موقع په طمع وه ، استفاده وکړه او د دی ګوند هغه وړاندیزچې د شوروی د حکومت څخه یې د وسلو غوښتنی په هکله کړی ؤ ، ومنی .
د دغه جمعیت مشر یو میلیونر تاجرؤ چې د زیاتو وسلو د رانیولو قدرت یې درلودی او یو شمیر زیات مسلمانان یې کرایه کړل او یو منظم لښکر یې جوړ کړ او د بخارا پر پوځ یې یرغل وکړ
څو چې د امیر نا منظمه او نه تربیه سوی پوځ ته یې ډیر ژر ماته ورکړه .
امیر هم په چټګی سره ددغه سیمی څخه وتښتیدی د توان تر حده یې طلاوی د ځانه سره را وخیستی د امو د سیند څخه د افغانستان ته ور واوښتی .
د ځوانانو جمعیت ښارونیوی نظم یې ټینګ او جمهوریت یې تآسیس کړ چې شوروی حکومت هم د هغوی بشپړه آزادی ومنل او دپلوماتیکی اړیکې یې ور سره ټینګی کړی .
د بخارا د جمهوریت تاسیس سو او د( ځوانانو جمعیت) د قدرت واګی په لاس کې ونیولی او د ګوندی ټاکنو له لاری بډای ستر سوداګر فیض الله چې په ماسکو کې یې زده کړی کړی وی ، د ریس په توګه وټاکی . فیض الله نه یوازی دا چې د د شورا ریاست چاری یې په غاړه وی بلکې د بهرنیو چارو و وزارت دنده یې هم سرته رسول .
برسیره په دې هلته یو بل مخفی ګوند د ( ځوان ترکانو ) په نوم چې د سوسیالیستانو له خوا جوړ سوی ؤ ، هم فعالیت کاوه او ورو ورو ی ځواکمند سو . په دی ډول نو د بخارا حکومت که څه هم د شوراګانو د حکومت تر مستقیم حکم لاندی نه ؤ خو بیا یې هم د بلشویکانو تر لارښونی او اغیزو لاندی کړنی کولی .
او نه یې غوښتل چې د روسانو سره اړیکې ورانی کړی ځکه چې دوی پوهیدل چې د شوروی سره د ښو اړیکو له مخی دوی کولای سی چې د افغانستان په پرتله ښه ترا اقتصادی پراختیا او پرمختیا ومومی .
د ژباړن اوتوبیو ګرافی :
د کتاب په وروستی برخه کې د مترجم مرحوم عبدالرحیم هاتف اوتو بیو ګرافی په تقریبآ ۹۰ مخونو کې لیکل سوی د ه .
ارواښاد عبدالرحیم هاتف د مولوی محمد ویس زو ی خپله اوتوبیو ګرافی په تفصیل سره لیکلی او وایې چې : زه په کښته سن کې ښوونځي ته شامل شوم دا هغه یوازنی مکتب ؤ چې د امان الله خان په وخت کې فعاله سوی ؤ چې لومړی د تجارت مکتب، بیا د شالمار او وروسته د مشرقی لیسې په نوم یادیدی .
د ښوونځی د وختونو خاطری یې په خوند سره لیکلی او زیاتوی چې د حبیبی لیسی څخه په داسی حال کې فارغ سوم چې چې د ادبیاتو فکولته د جوړیدو په حال کې وه زه هم فاکولتی ته شامل سوم اوقفط دری تنه مرحوم عتیق الله پژواک ، مرحوم استاد عبدالاحد یاری او زه (هاتف) له دی فاکولتی څخه فارغه سوو .
او زه د کندهار د میرویس خان د لیسی د معاون په توګه په وظیفه وګمارل سوم .په دغه وخت کې د کندهار والی عبالغنی خای قلعه بیګی ؤ چې د ویښ ځلمیانو د نهضت د ځپلو په مقصد مقرر سوی او زیات شمیر ویښ ځلمیان یې د کابل ، بغلان ، او کندهارپه محبسونو کې د اوږدی مودی لپاره بندیان کړل .
په هغه وخت کې په ښوونځیو کې د هلکانو اعتصابونه پیل سوی وه څو چې د مرحوم محمد هاشم میوند وال په ګډون یو هیآت راځی او د ارواښاد هاتف څځه هم ددغو نا آرامیو په هکله پوښتنه کوی دی په ځواب و وایی چې تر څو چې تاسو د کابل څخه نفر مقرروی نو دا مشکل نه حلیږی تاسو باید د کندهار څخه معلمین اومامورین په کندهار کې مقرر کې څرنګه چې د ا د ویښ ځلیمانو غوښتنه وه ، دی وای چې په دی ډول یې پر ما باندی هم د ویښ ځلمی خیال وکړپه داسی حال کې چې زه ویښ ځلمی نه وم . نو یې زه او مرحوم نوراحمد شاکرچې ویښ ځلمی ؤ کابل ته ولیږلو څو چې زه یې د مهتاب قلعه په حربی ښوونځی کې د ښونکی په دنده وګمارلم . څلور کاله می د سربازی څخه د خلاصون په مقصد معلمی وکړه او بیا هلمند ته ولاړم اود نشراتو د مدیر په توګه می دنده ترسره کړه . یوه دوره می هم د اطاق تجارت د ریاست مرسیتال په توګه کار کړی دی .
د کندهار د لومړی حوزی څخه په پارلما نی ټاکنو کې بریالی سوم څرنګه چې پرته له ګوندونو د ګډون څځه دشورا چندانی شورا نه وی ، نو زه هم د شورا په لومړی دوره کې ستړی او خسته سوم . او بل وار می دشورا د تګ اراده ونه کړه . یو ځل ډاکتر عبدالظاهر خان د اقوام او قبایلو وزارت مقام ته دعوت کړم او بیا بل ځل موسی شفیق د سوداګری وزارت ته بلنه را کړه خو ما دواړه وزارتونه رد کړل .
د شورا دیرلسمه دوره تر پایه ونه رسیده داودخان کودتا وکړه او ورپسی یې د خلقیانو دوران پیل سو د کندهار تجارتخانی چور سوی په دغه لړ کې زما تجارتخانه هم دوه واره د عسکرو له خوا چور سوه مرحوم هاتف وایی چې زما ګلیه داده چې دې چور هم تبعضی بڼه درلوده ځکه د هرچا تجارتخانی نه چور کېدی .
مرحوم هاتف زیاتوی چې د ترکی په وخت کې زه اتیا زره افغانی به دی خاطر جریمه سوم چې وعده می کړی وه چې د هډوکو فابریکه به جوړم خو هغه می نه کړه جوړه . نو ما هم نوموړی جریمه د کندهار مستوفیت کې تحویل کړه . په دغه دوران کې می خپل ځوان زوی عبدالحکیم چې باید دزراعت د فاکولتی څخه فارغه سوی وای هم له لاسه ورکړ .
کله چې مجید سربلند د کندهار د تنظیمه رئیس په توګه مقرر سو نو زه یې د پلاروطنی جبهی کې د ګډون په مقصد کابل ته بوتلم او د کندهار د حالاتو د لا خرابی به وجه یې زما کډه هم کابل ته را نقل کړه . زما کور هم مخالفینو وسوځی .
څه موده وروسته مجید سربلند راته وویل چې ته ډاکتر نجیب الله غواړی سبا ستاسره ووینی .
رښتیا هم سبا دواړه سربلند او ډاکتر نجیب الله کورته راغلل ډاکتر نجیب را ته وویل چې کارمل غواړی لویه جرګه جوړه کړی اود ریاست دنده یې تاسو ته وسپاری .
ما ورته وویل چې د ډیری مودی را هیسی د رسمی دندو څځه لاس په سر سوی یم .
خوډاکتر نجیب الله راته وویل چې دا کومه دوامداره رسمی دنده نه ده ، یوه یا دوی ورځی دوام کوی .
په پای کې می مجبورآ ورسره ومنل .
څه موده وروسته کله چې مرحوم نجیب الله د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې دګډون په مقصد ، د امریکا په لور د حرکت به حال کې ؤ ماته یې وویل چې سر د سبا څخه ریاست جمهوری ته ولاړ سه چې ما د نیابت فرمان لاسلیک کړی دی چې ته د جمهوری ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کړی .
نو د جمهور ریس د غیابت په وخت کې به ما د عسکری ترفیع او تقاعد او نوری چاری سرته رسولی.
په دغه دوران کې می هند، عراق، شوروي اتحاد، سوریه، قزقستان، او ترکمنستان ته سفرونه وکړل .
مرحوم هاتف ددغو سفرونو ترخی او خوږی خاطری هم د کتاب ضمیمه کړی دی.
دی وایی چې د ډاکتر نجیب سره زما وروستی خبری هغه وخت وسوی چې ماته یې د جنرال شهنواز تڼی په کود تا کې د نیول سوو کسانو د عفوی د فرمان د ترتیبولو صلاحیت را کړی ما فرمان آماده کړ او هغه نافذ سوخو په دی پوه نه سوم چې توشیح هم سو که نه ؟
مرحوم نجیب الله د ملل متحد طرحه ومنل او عملآ یې د د قدرت څخه لاس واخیستی یعنی هغه قدرت نه درلودی چې په مقابل کې یې کودتا وسی او نه هم دا لازمه وه چې هندوستان ته فرار وکړی دا فقط خالی افواهات دی . ما د قدرت د خلا د له منځه وړلو په مقصد د صدراعظم خالقیار ، دولسی جرګی د ریس ډاکتر خلیل احمد ابوی ، ریس ستره محکمه عبدلکریم شادان ، ریس مشرانو جرګه ډاکتر حبیی او نورو سره جلا جلا غونډ ی او اړیکې پیل کړی .
یو ورځ د کودتا چېانو څخه یو تن ماته راغلی او پوښتنه یې را څخه وکړه چې ستاخوښه ده چې ستا د نوم سره د جمهوری ریاست د سرپرست کلمه ور زیاته کوو که څه هم ماونه منل خو بیا یې هم د ماښام په خبرونو کې زما د نوم تر څنګ د سر پرست کلمه زیاته کړی وه . چې د دی خوابدی په اساس ما ټول شپه خوب ونه کړ .
کله چې می پوښتنه وکړه چې دا کار زما د موافقی پرته ولی سوی دی ؟
په ځواب کې یی راته وویل چې دا د حزب د رهبری د پریکړی او ښاغلی سلمان لایق چې زموږ د نشراتو لارښود دی په موافقه ترسره سوی دی .
د کتاب په پای کې د تنظیمونو د راتګ او خپل مینځ کې جګړو په هکله د خپلو سترګو لیدلی حال بیا نوی اوتر هندوستان او هالیند پوری د ځان او د خپلی کورنی د مهاجرت جریان په مفصله توګه کاږی .
روح یی ښاد نوم یی تلپاته