شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد یوه برمته امریکايي پر سر د وزیرستان د یوې ډلې او...

د یوه برمته امریکايي پر سر د وزیرستان د یوې ډلې او حقاني شبکې ترمنځ جنجال رامنځته شوی

تاند(سې شنبه، د سرطان ۳۰) راپورونه وايي چې په شمالي وزیرستان کې د مټاخان ګروپ او حقاني شبکې ترمنځ له خوست څخه د یوه تښتول شوي امریکايي تبعه پر سر جنجال رامنځته شوی دی.

مارک فریچیز د فبرورۍ په لومړیو کې وتښتول شو او امریکايي چارواکو هماغه مهال وویل چې نوموړی د حقاني شبکې له لوري تښتول شوی دی.

ویل کېږي چې فریچیز د حقاني شبکې د یوه قوماندان بلال ځدراڼ له لوري وتښتول شو او د پکتیکا د مچداد پاټک له لارې شمالي وزیرستان ته یووړل شو چې د حقاني شبکې مرکز دی.

قوماندان بلال ځدراڼ

د باوري راپورونو له مخې، په دوحه کې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د تړون له لاسلیکه وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د حقاني له استازي محمد نبي عمري څخه وغوښتل چې مارک فریچیز سمدستي خوشي کړي خو د حقاني شبکې قوماندان بلال ځدراڼ د امریکا د فشار له کبله برمته د شمالي وزیرستان یوه بلواګرې ډلې ته، چې په مټاخان ګروپ مشهوره ده، وسپاره څو خوشي یې کړي او په دې توګه امریکایانو ته ووایي چې دا امریکايي تبعه حقاني شبکې نه و برمته کړی.

له موضوع خبرو سرچینو تاند ته وویل، د مټاخان ګروپ د امریکايي برمته له خوشي کولو انکار وکړ او وايي چې د ۱۰ ملیون ډالرو په بدل کې یې خوشي کوي.

سرچینې وايي، خلیلزاد په ځلونو ملابرادر ته ویلي چې دا ډول تښتونې د طالبانو هغه حثیثیت ته، چې امریکا يې په راتلونکې کې تمه لري، سخت زیان اړوي او طالبان بې اعتباره کوي.

حقاني شبکې تر دې پخوا هم په ځلونو بهرنیان تښتولي چې د هغو په منځ کې یوه کاناډايي – امریکايي جوړه هم شامله وه او بالاخره په وزیرستان کې وروسته له دې خوشي شوه چې امریکايي الوتکو یې ځای معلوم کړ.

د تېر کال په نوومبر کې د حقاني شبکې د اوسني مشر او د طالبانو د تحریک د منرستیال سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو کیفین کینګ (امنریکايي) او تیموتي ویکس (استرالیايي) په بدل کې خوشي شو.

راپورونه وايي، اوس د حقاني شبکې او مټاخان ګروپ ترمنځ د امریکايي وګړي پر سر ناندرۍ دي. د مټاخان ډله وايي، حقاني شبکه به د پاکستان د آی ایس آی لپاره معتبره وي خو د دوی لپاره عادي کډوال دي چې د دوی په سیمه کې یې اړولي دي.

طالبانو تراوسه څو ځلې ویلي چې د دغه امریکايي په تښتولو کې لاس نه لري او له دې هم خبر نه دي چې چا تښتولی دی.

په همدې حال کې امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې د حقاني ډلې او مټاخان ګروپ ترمنځ د جنجال په نتیجه کې امریکايي وګړی پر داعش، القاعده یا نورو جنايي ډلو ونه پلورل شي.

د امریکايي تبعه مارک فریچیز له تښتول کېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل پر خپله ټویټرپاڼه د بلال ځدراڼ په اړه لیکلي و چې نوموړي د ګڼو نورو وژنو ترڅنګ د پکتیکا د اورګون بازار په هغه ډله ییزه وژنه کې هم لاس درلود، چې سل تنه بېګناه افغانان پکې ووژل شول.

نبیل دغه راز لیکلي چې بلال ځدراڼ د اسلام اباد، پېښور، ډیره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان ترمنځ ازاد تک راتګ کوي.

1 COMMENT

  1. دا د خندا وړ خبره ده چې حقانیان او مټاخانیان د ای اس ای په خولې یو او بل ملامتوي. د نړۍ ٪۹۹ اسلامی افراطیت له پاکستانه نړۍ ته صادرېږی هغه هېواد چې دیني او سیاسي مشران یې قطعآ په خدا، رسول، اسلامیت، انسانیت، بشرپالنه او نور انساني او بشري نورمونو باور نه لري. اوس دا له هیچا پټه نه ده چې دا امریکایي هم ضرور له پاکستاني چاواکو سره دی. والله که د حقاني او مټاخاني حرمونیو پلار هم دا جرئت وکړي چې د ای اس ای له امره پرته يا څوک ونیسي او يا يې هم بلې ډلې ته ورکړي. په همدې ډول خو دا پاکستاني لوڅ کوني پنجابي جنرالان او ملایان د ميلیونو ډالرو خاوندان شول. هم يې له سره وهي او هم يې له بره. له یوې خوا د جهاد په نامه له بعضو خرکوسو اسلامي هېوادونو نه پېسې واخلي او له بلې خوا له یو شمیر نورو هېوادونو څخه د تروریزم ضد په نامه پېسې اخلي، خو وژني د دواړو خواو خلک. که نړۍ ددې دوه سره مار غمه ونه خوري قسم دی چې دا حرموني به یوه ورځ دا ټوله نړۍ کونه په کونه کړي. دا اوس يې طالبان په روسانو او ایرانیانو وپلورل او دئ ځینې ګټه اخلي. پاتې شو خرکوس دلال طالب له تور مخ سره، چې تر پرون یې روسان سره جنګ جهاد ګڼه او اوس يې خولې د هغوی خیرات ته خلاصې کړی. لعنت دی په داسې اسلامې هېوادونو او داسې خره مسلمانانو وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب