جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکرنې وزارت: په فاریاب کې نږدې دوو زرو اړمنو مېرمنو ته کاري...

کرنې وزارت: په فاریاب کې نږدې دوو زرو اړمنو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر شوي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي په فاریاب کې یې نږدې دوو زرو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ددغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي یاد کاري فرصتونه د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام له لوري برابر شوي دي.

د ښاغلي رستمي په خبره دغه مېرمنې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وې چې اوسمهال د سبزیو او مېوو د پروسس په برخه کې په کار بوختې دي او کولی شي له دې لارې خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کرنې او مالدارۍ وزارت دغه پروژه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پیل کړې او له دې لارې یې نږدې ۶ زرو مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...