شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله طالبانو د خپل پلار د غچ اخیستونکې نجلۍ امنیت ته خلک...

له طالبانو د خپل پلار د غچ اخیستونکې نجلۍ امنیت ته خلک اندېښمن دي

تاند(سه شنبه، د سرطان ۳۱) قمرګله چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اوسیدونکې ده، وروسته له هغې د رسنیو د خبرونو سرټکی وګرځیده چې له طالب جنګیالیو څخه یې د خپل مور او پلار د وینې بدل واخیست.

د غور ولایت دغه اوسیدونکې چې شاوخوا پنځلس کاله عمر لري، وايي وروسته له هغه یې دغه کار وکړ چې طالبانو یې مور او پلار په ډزو ووژل .

قمرګله وايي پلار یې قومي مشر او سپین ږیری مخور سړی و، نو ځکه طالبانو وواژه، نوموړې وايي پخپل دغه کار ویاړي چې د خپل مور او پلار قاتلین یې وژلي.

قمرګلې په نورو انجونو هم غږ وکړ، چې نور دې طالبانو ته د ډیرو وینو د تویدو اجازه نه ورکوي.

قمرګلې په دولت هم غږ وکړ چې دخلکو لپاره امنیت برابر کړي، د انجونو لپاره د تعلیم زمینه سازي دې وکړي، او د سیمې امنیت دې تامین کړي.

یادې پیغلې چې په خپل دغه کار ښه شهرت موندلی خلک یې اوس د امنیت لپاره اندیښنه لري.

د نجلۍ خپلوان عبدالقادر وايي چې مونږ له دولته غوښتنه لرو چې د قمرګلې امنیت ته پاملرنه وکړي.

د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ ولسوال، محمد رفیق عالم وویل چې قمرګله او ورور یې  د ولسوالۍ مرکز ته لیږلي او ټاکل شوې ده دوی فیروز کوه ته واستوي.

عالم ویلې له ولسمشر غواړو چې دې پیغلې ته د ملالۍ میډال ورکړي.

قمرګلې تیره شپه دوه طالب جنګیالي وژلي او ددې ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو معاون یې ټپي کړی، چې په دې میړانې سره تیره ورځ ولسمشر اشرف غني هم د یادې پیغلې میړانه وستایله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب