جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت: د پېژندل شویو افغانانو جسدونه به تر جمعې...

د بهرنیو چارو وزارت: د پېژندل شویو افغانانو جسدونه به تر جمعې کابل ته راورسېږي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ترکیې په وان سیند کې د موندل شویو افغانانو جسدونه به تر جمعې کابل ته راولېږدول شي.

د ترکیې په وان سمندرګي کې د ډوبې شوې کیښتۍ له ۸۰ تنه سپرلیو څخه د ۵۹ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي د موندل شویو له ډلې د ۲۹ کسانو جسدونو پېژندل شوي دي.

ګران هېواد وايي پېژندل شویو جسدونو کې ۱۷ یې افغانان دي چې درې به یې نن شپه، څلور سبا او لس به یې د جمعې په ورځ کابل ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې خپل ژوند ته دې پاملرنه وکړي او په لوی لاس دې ځان انساني قاچاقبرانو ته نه ډالۍ کوي او له غېر قانوني لارو دې بهر هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې په دغه پیښه کې ۲۴ افغانان مړه شوي چې تر اوسه یې د ۱۷ تنو جسدونه موندل شوي دي.

ډېری افغانان په سختو او مرګونو لارو په قاچاقي ډول اروپا ته د تېرېدو هڅه کوي، او وايي اقتصادي ستونزې او د امنیت نشتوالي دېته مجبور کړي تر څو خپل وطن پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب