تاند ( سه شنبه، د سرطان ۳۱) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا لاریون کوونکو غوسه کړی دی.
ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی، چې لویو ښارونو ته به لا ډېر پوځیان ولېږي.
ټرمپ داسې مهال لاریون کوونکو ته ګواښ کړی، چې یوځل بیا په امریکا متحده ایالت کې لاریونونو زور اخیستی دی.
نوموړي د تازه لاریونونو په غبرګون کې ویلي، په ځینو ښارونو کې تجربو وښوده، چې د پوځ ځای پر ځای کول ګټور دي او زیاته کړې یې ده، چې نورو لویو ښارونو ته به هم پوځیان واستوي.
بل لورته د امریکا مدني ټولنو او د بشري حقونو فعالو بنسټونو بیا د ټرمپ په دې زورزیاتي غبرګون ښودلی دی.
یاد بنسټونو ویلي، چې ټرمپ له روان حالت نه د کمپاین په خاطرګټه پورته کوي او بل لورته د لاریونونو د کنټرول لپاره له زوره کار اخلي.
دوی وایي،چې د ټرمپ دا تګلاره د قانون خلاف کړنه ده او باید مخه یې ونیوله شي.
په درد دی برکت چی د افغان ولس له درد خبر شی او پاکستان ته پخپله خوله ووایی چی انسان وژنی لاس واخله