یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکندهارکې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید له امله ۲۵ طالبان وژل شوي

کندهارکې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید له امله ۲۵ طالبان وژل شوي

تاند( سه شنبه، د سرطان ۳۱) د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوایي برید کړی دی.

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې  وسله والو طالبانو تیره شپه د دې ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې وروسته پرې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی.

امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په دې برید کې ۲۵ طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکی وایي دغه راز په یوه بله پېښه کې د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې لس تنه وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې که څه هم د سولې خبرې تودې روانې دي خو همهاله د جګړې له ډګره هم خبرونه هم زیات خپریږي.

عام ولس بیا روان تاوتریخوالي اندیښمن کړی او له ښکېلو خواوو د اورکم غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب