یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي

حمدالله محب: د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پاتې کېږي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یو شمېر چارواکو په ملتیا د کنړ ولایت د امنیتي وضیعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی دی.

ښاغلي محب د خپل سفر پر مهال  د کنړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه چې د پاکستاني پوځیانو په راکټونو لګېدلی او ددغې کورنۍ غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي له هغو کورنیو سره غمشریکي ښودلې چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ورته زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ولسي خلکو سره د لېدنې پر مهال له طالبانو غوښتي چې د نورو د ګټو په خاطر دې ملکي وګړي نه وژني او خپل وطن دې نه ورانوي.

هغه دغه راز زیاته کړه پاکستان غواړي د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په مرسته د ډيورنډ د فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات جوړ کړي.

د ملي امنیت سلاکار وايي هیچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي او نه به یې راکټي بریدونه بې ځوابه پاتې شي.

په ورته مهال د کنړ ولسونو ژمنه وکړه چې د خپلې خاورې او خلکو همدا راز د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره به خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي.

د ملي امنیت سلاکار داسې مهال دغه ولایت ته سفر کړی چې د څو ورځو راهیسې پاکستاني پوځیانو د کنړ په سرکاڼو او ځینو نورو برخو راکیټي بریدونه پیل کړي دي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی حمدالله محب د خلکو په مینځ کی د خپلو شهیدانو سره خواخوږی کوی.
    ښاغلی حمدالله محب یواځنی لوړپولی چارواکی دی چه دپنجابی دشمن د فوځیانو او ټانګونو سیمه د نیږدی څخه هم څاری.
    د حمدالله محب په دغه کار ټول افغانان په تیره بیا د( دکنړ او ننګرهار) خلک خوشحاله دی.

    والسلام

  2. د جملی تصحیح

    ښاغلی حمدالله محب د خلکو په مینځ کی د خپلو شهیدانو دخپلوانو سره خواخوږی کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب