جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeمقالېد انسان ليک| سیداصغر هاشمي

د انسان ليک| سیداصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

زما بهرنی جوړښت په لږ و ډېر توپیر د نورو انسانانو سره یو شان دی، خو کارونه مې د ټولنو د نورو انسانانو سره توپیر لري، چې لوی لامل یې زما کورنۍ او چاپیریالي اغېزې دي.

که تاسو سره دا هیله وي، چې موږ هم د ټولنې ښه انسانان اوسو او ښه او بد وسنجولی شو، نو هیله مو دا ده، چې انسانانو او ټولنې ته کار وکړئ، چې ټولنه انساني شي، په انسانانو کې به د انسان د نوم معنا هر چیرته تر سترګو شي او ټوله نړۍ به ګل او ګلزار شي. 

که زما کورنۍ «مور و پلار او زما د مور و پلار کورنۍ» د ټولو انساني اصولو پابند وای او چاپیریال انساني وای، نو نن به زه هم خورا ښه انسان وای. 

د مسلمانو کورنیو او ځایونو ډېری خلک مسلمانان وي، د عیسوي مذهبو عیسویان او د هندوانو هندوان وي، چې لوی دلیل یې کورنۍ او چاپیریالي اغېزې دي.

زه انسان یم، خو کله کله په خپلو کارونو شرمېږم او ډېر حواس مې ناسم کارونه کوي، چې لوی دلیل یې د زړه او اروا رنځوروالی دی او دا چې د زړه څخه وروسته د ټولو حسونو امر د فکر او مغز څخه کېږي او زما زړه او فکر جوړ نه دی، نو لاسونه مې د خیر پر ځای د شر کارونه کوي، د حلالو پرځای پرې حرام لاس ته راړوم. سترګې او غوږونه مې هم ناسم کارونه کوي، چې د دغو ټولو حسونو لارښوونه د زړه څخه کېږي او د حسونو واک د زړه سره دی، نو زه یوه معلوله پيښه یم، چې په بېلابېلو لاملونو کله ښه او کله بد اوسم، کله ظالم او کله هم په ظلم خپه کېږم، کله بې احساسه د نورو درد احساسولی نه شم او کله هم د نورو په کړاو خوږيږم او ورته ژاړم، کله د جنګ پلوی او کله د انسانیت پرګاڼه د سمبالو انسانانو غوښتونکی اوسم. ملامتي په ما کې نشته، زما په تېر او هغه چاپیریال کې دی، چې له ما یې ناوړه انسان جوړ کړی دی.

زما د ژوند کېسه د ارثي او چاپیریالي اغېزو پر ټینګښت په ناشعور کې ځای لري او د همدغو پایله ده، چې نن ښه او یا ناوړه انسان یم. زه بې واکه د خپلې کورنۍ او چاپیریال په غیږ کې لوی شوی یم او هماغه ارثي اغیز او ستاسو ناسم چاپیریال له ما ناسم انسان جوړ کړ او نن د ځان او ټولنې په ښېګڼه نه یم او د ګټې پر ځای تاوان رسوم.  

ستاسو د ټولنې بې عدالتۍ زه نا هیله کړی یم. زه د یو بې وزلي زوی یم، وسیله نه لرم، نو دنده هم نه لرم او ستاسو په مقابل کې هیڅ ارزښت هم نه لرم، ځکه چې مال او دولت نه لرم، د کوم واکدار زوی نه یم، تاسو سره پېژندګلوي نه لرم. که زه اپلاطون او ارستو هم شم، نو ستاسو د ټولنې معیارونه د نورې نړۍ سره توپیر لري او هغه معیارونه چې دلته اصل دي، په ماکې نه شته او نه یې زه پوره کولی شم، نو ځکه زه اهمیت نه لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب