تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د روغیتا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د واکسین جوړېدو په تړاو د خپرو شویو راپورو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د واکسین د وېش لپاره تیاری ونیول شي.
ددغه سازمان چارواکو سویس کې په یوه خبري غونډه کې ویلي سره له دې چې کرونا په نړۍ کې یو لوی ناورین رامنځته کړی خو د واکسین جوړیدو راپورونه هیله بښونکي دي.
یاد سازمان داسې مهال د واکسین د جوړېدو هر کلی کوي چې د برېتانیا اکسفورډ پوهنتون د کورونا ویروس پر ضد د جوړ شوي واکسین پایلې بریالۍ بللي دي.
اکسفورډ پوهنتون څه موده وړاندې دغه واکسین شاوخوا زر کسانو ته په ازمایښتي ډول ورکړی و، چې اوس یې پایلې بریالۍ ښودل شوي دي.
په ورته مهال چیني پوهانو هم د واکسین د بریالي کېدا خبر ورکړی او ویلی یې دي چې په لسګونه کسانو یې ازمویلی دی.
د واکسین په وېش کې به لومړیتوب روغتیايي کارکوونکو او پالونکو ته ورکول کېږي، دغه راز لومړی به هغو کسانو ته تطبیق شي چې د کورونا ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.