سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې د رايو په اکثریت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ

ولسي جرګې د رايو په اکثریت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۳۱) د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان په نامه د افغان حکومت پروګرام رد کړ.

د ولسي جرګې غړو ویلي، چې د حکومت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱ مې مادې پر ضد دی.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو ویلي وو، چې دغه پروګرام باید لغوه شي، ځکه په هغه کې د پراخ فساد د رامنځ ته کېدو وېره شته ده.

افغان حکومت د سرطان میاشتې په ۲۸ د ملي دسترخوان تر نامه لاندې د مرستو ویشلو پروګرام پرانیست.

د وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد راپورونه او ۹۰ سلنه وګړو ته د “ملي دسترخوان” مرستې پیلېدل

ولسمشرغني ویلي وو، چې دغه پروګرام به په دوو مرحلوکې د هېواد پر ۹۰ سلنه خلکو عملي شي او پر دوی به خوراکي مرستې وویشل شي.

ولسمشرغني په ټینګار سره ویلي و، چې د دې پرواګرام ویش به په جدي ډول څاري او د فساد مخنیوی به کوي.

خو ولسي جرګې بیا وړمه ورځ ویلي وو، چې دا پروګرام فساد ته زمینه برابروي او ښایي لغوه شي.

د دې پروګرام لګښت په لومړیو مرحله کې ۸۶ میلیونه افغانۍ او په دویمه مرحله کې ۱۲۸ میلیونه افغانۍ اعلان شوی وو.

د وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد راپورونه او ۹۰ سلنه وګړو ته د “ملي دسترخوان” مرستې پیلېدل

د حکومت دې پریکړې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راپورته کړي وو، او خلکو ترې رضایت نه ښوده.

د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام داسې مهال ولسي جرګه د رایو په اکثریت ردوي، چې له دې وړاندې د کورونا ویروس له امله د قرنطین پرمهال د وچې ډوډۍ په ویش کې هم د فساد راپورونه ورکړل شوي دي او لا یې په اړه حکومت وضاحت نه دی ورکړی.

5 COMMENTS

  1. د فساد ضد جرګه
    حتما به خپله دسترخوان پولي هم ردوي، نور به تشنابونو کې له کاندیدوزیرانو ډالر نه شکوي او د مقرریو دلالي به هم نه کوي

  2. قا بل توجه !

    عوض توزیع مواد خوراکه که در ان خوب خورد وبرد و فساد هم بعید از امکان نیست بهتر است در 34 ولایات که بخش های با نکها فعال است از طریق با نک های دولتی و خصوصی پول نقد به مردم بی بضا عت از قرار ماهوار تعداد نفر هر فا میل را دیده بین 15000 تا 40000 افغا نی در حسابات با نکی شان واریز شود قبل از آغاز پروسه طی اعلانات در رسانه ها از اشخا ص بی بضا عت خواسته شود تا در نزدیک ترین بانک حساب با نکی افتتا ح نمایند و تفصیل آن را از طریق پیام کتبی مو با ئل به نهاد رهبری کننده پروسه ارسال کنند که در این صورت امکان فساد نخواهد بود و تا آنها خود به بازار ها رفته مواد مورد نیاز شا ن را خریداری نمایند .
    در این قسمت با ید به مامورین دولتی نیز توجه شود عده از مامورین فا میل دار که کرایه منزل میپردازند مثلا 8000 افغا نی و معا ش شا ن 13000 افغا نی است برای این کتگوری مامورین هم با ید حد اقل 15000 افغانی از همین بودجه داده شود و این پروسه با ید کم از یک سال دوام کند تا وضع اقتصادی آهسته آهست دوباره بهبود یا بد

  3. ښه دی چې دا پروګرام بند شی. د اشرف غني اقتصاد پوه په حکومت کې چې داسې پروګرام پیلېږي د شرم خبره ده.

    خلکو ته د کار کسب او د روزۍ ګټلو فرصت برابر کړئ، چې دایم ډوډۍ وخوري.
    خلک تیار خواره مه اموخته کوئ.
    تر کله خلک د نورو مرستو ته سترګې پر لار وي.
    په دې پیسو د اوبو یو بند جوړ کړه او زرګونه هکتاره ځمکه آباده کړه چې د ابد لپاره خلک د روزۍ خاوندان شي.

  4. که دولت ريښتينی وي نو د افغانستان نفوس څومره ده؟؟ ۳۵,۴۰, يا پورته؟؟ نو دا پيسې چې چې په هر وګړي يا کور وويشي د ټول افغانستان د خلکو مشکل پوره کيږي، نو بيا څه ته ګوري، پيسې خو هسې د بل بابا له جبه ورته راوځي… که داسې نه کوي نو غلا ته دې دحکومت په دې والو ناست وژي دولتي مرغان نه راخبروي چې له ښونه به يې غل د هر افغان پر سر پراته وي…

  5. The concept of distributing food to temporarily relieve hunger, will spread further the concept of freeloading. Instead of handing out a free meal of fish, government ought to provide public opportunities of how to fish.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب