Homeمقالېاقتصادد کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د سړک جوړونې ۲۲ پروژې لاسلیک کړې...

د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د سړک جوړونې ۲۲ پروژې لاسلیک کړې دي

تاند(سه شنبه، دسرطان ۳۱) د افغانستان دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولان وایي، چې نن سه شنبه یې افغانستان کې د سړک جوړونې د ۲۲ پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو او پراختیایی شوراګانو سره لاسلیک کړل.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د دې تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل، چې دغه پروژې د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دي.

کریمي  د دوه ملیارد افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۱۰۰ نورو پروژو کاري راپور هم له رسنیو سره شریک کړاو زیاته یې کړه،چې پلي کول یې د افغانستان په شلو ولایتونو کې پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ترټولو مهمه پروژه د پامیر بدخشان سړک جوړول دي ، چې ۶۰ کیلومتره یې د لومړي ځل لپاره جوړ شوی و، او د ۴۸کیلو متره نور سړک جوړولو تړون نن لاسلیک شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....